
ساینس هم دا موجودات او دهغوی دخصائصو پلټنې ته وايي. ساینس یاني ماده د هغې قوتونه پېژندل او استفاده ترې کول دي يا په بل تعبیر ساینس نړۍ کې موجود مادي شیان او دهغوی د صاخت او پرداخت د مطالعې نوم دی.
یو تن پېژندل شوي ساینس پوه آین سټاین وايي:
د قدرت پلټنې په پار هر ګام او اقدام ساینس دی.
ساینسي څېړنې اصل کې د څښتن تخلیق فهمول، دهغه تعالی د ربوبیت نظام کتل، او هغه کې سربسته رموز او اسرار سپړل، دهر شي ماهیت حقیقت ادراکول، له مادي شیانو پرده پورته کول دي چې پایله کې د څښتن بې ساري اوصاف لکه وحدانیت، قدرت، همه داني، علم ازلي، حکمت او مصلحت، مخلوق پروری رحمت او رافت دی. دهغه تعالی عجیبه او غریبه منصوبه بندي، او داسې نور ځانګړي عادات په ډاګه کیږي چې د خدای پېژندنې ژوندی مثال دی، چې د علم همدې پړاو ته په رسېدو د الحاد او انحلال په دلدل کې ډوبېدل ناشونې ده.
یاد علوم او د هغوی له قطعیت څخه قطع نظر که یوازي له معاشیاتي پلوه فکر وکړو چې صنعتونه څومره مهم دي، د ملتونو د پر مختګ او خوشالۍ دار اوم دار پر صنعتونو څومره دی؟ نړۍ لګېا ده پرمختګونه کوي، انساني ناورينو ته حللارې ټاکي، د خلګو ستونزې راکموي.
د کینسر د علاج ازمایښتونه او د ژر مالومېدو لپاره یې ټیسټونه، د الزایمر ګواښونکې ناروغۍ لپاره علاج او مخکې لۀ مخکې مالومؤلو ټیسټ، د پلاسټیک د ختمؤلو لپاره د نړۍ جدي پلان، د ډبرو سکرو پر ځای د باد او لمریزې انرجي څخه د ګټې اخیستلو زیاتؤالی، د باران لۀ څاڅکو انرجي لاسته راوړل. پۀ کامیابۍ سره د دوه کسانو د ړوندتوب څخه پس بېرته د لیدو تجربه او لسګونه نورې تجربې.
انسانان په دې اخته دي چې د ناروغيو په خلاف نوي او قوي انټي بيوټيک رامنځته کړي، حتا فکر په دې روان دی چې داسې سنسرې جوړې شي، که په بدن مو ميکروب لګېده، عاجل به انسان خبروي چې کوم ميکروب مو د بدن کومې برخې ته ننوتلی،سپوږمۍ او نورو سياروته خو تګ وړیا خبره شوه.
لنډه دا چې د ملتونو ژوند او بقاء تر صنعت او حرفت پورې دی کوم ملت چې بې صنعت او حرفته دی ګواکې خوار نېستمن او کنګال دی.
د نړۍ پر درشل تر ډېره نه شي پاتېدای چې دا خاوره د زورؤرو مسکن او مأوی ده کوم څوک چې کمزوري وي، تر پښو به لاندې کیږي، کوم څوک چې کمزوري دي دمړو په څېر دي.
له همدې علومو سره د نابلدتیا له امله نن موږ کړېږو، ربړېږو، وژل کېږو، ساینسي علوم له صالحو لاسونو ناصالحو لاسونو ته لاړ چې دبشریت په مانا او مفهوم هیڅ نه پوهېږي،
د انسانیت په نامه هیڅ نه پېژني.
د هر وخت تقضاوې بیلې وي، دژوندیو ملتونو لپاره اړینه ده چې د خپل عصر د تقاضاؤ مطابق ځان جوړ کړي.