ملګرو ملتونو د جیش محمد مشر مسعود اظهر ترهګر ونوماوه

روهي( پنځه نۍ/۱۲ د غوایي )، ملګرو ملتونو د یوې پاکستانۍ وسله والې ډلې جیش محمد مشر مسعود اظهر د نړیوالو ترهګرو په نوملړ کې اچولی دی.
 

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر القاعده او داعش باندې د بندیزونو لګولو کمېټې د ۲۰۰۸ ز کال پر ۱۸۲۲م او اړونده نورو پرېکړه لیکونو د عملدارۍ کولو له مخې مسعود اظهر د ترهګرانو په نوملړ کې شامل کړ. اوس به د هغه ټولې شتمنۍ کنګلېږي، تر سفري بندیزونو لاندې به وي او هېڅ ډول وسله به نه شي ګرځولی.
 
 
د ترهګرۍ په نړیوال نوملړ د مسعود اظهر په ور اچولو سره یې اوس شمېر ۴۲۲ ته ورسېدلو.
 

هند له ۲۰۱۶ز کال راهیسې مسعود اظهر د ترهګرۍ په جهاني نوملړ کې د اچولو غوښتنه کوله خو چین یې مخالفت کولو خو پرون ورځ مسعود اظهر د ترهګرو په نوم لړ کې زیات شو.