د بېنوا ویبپاڼې بندول یانې د افغان ولس پر سر د څټک ګوزار


له دیرشو کالو راهيسې او په ځانګړې توګه له دوه زره یو کال نه راپدېخوا هغه ستره
جفا چې له افغان ولس سره کیږي، دا به په تاریخ کې له هیڅ چا ، هیڅ قوم او د هیڅ انسان سره نه وي شوې. زه دلته پدې نه غږیږم چې د بېنوا وېب پاڼې بندول دا د بیان پر ازادۍ یو ستر ګوزار و، خودلته خبره ماته بل ډول بریښي، هغه دا چې دبینوا بندول د بیان ازادۍ خبره به يا وی او یا به نه وی، خو سل په سلو کې دا د ستمي افکارو د خاوندانو د افغان ولس په سر د تل په څیر یو بل دردونکی ګوزار دی. زما په اند دلته خبره ډیره څرګنده ده او دا پيښه یواځې او یواځې سیاسي موخې لري، هغه دا چې په ټوله نړۍ کې ډیر ځله داسې خبرونه خپاره شي، خو وروسته په ډاګه شي چی هغه خبر له بنسټه هغسې نه وی‎ي یا په بله ماناخبر غلط یا ناسم خپور شوی وي.
د بیلګی په توګه له دوو کالو راهیسی د کیوبا د ولسمشر فیدل کاسترو د مړینې اوازېڅو څو وارې د بیلو بیلو رسنیو له لارې او ان تر دې چې د اروپایي مشهورو ورځپاڼواو میډیاګانو له لارې څخه خپرې شوي، مګر نوموړی نه دا چې تر اوسه ژوندی بلکې لا اوس هم د ولسمشری دنده پر غاړه لري. همدا رنګه له نن نه څو کاله وړاندې د روسیې پخوانی ولسمشر یلڅېن د مړینې اوازې څو څو وارې میډیاګانو خپرې کړې دي، خو هیڅکله هیچا له هیڅ ځای او هېچا نه د دې خبری نه ګیله او نه هم کوم تپوس کړی دی، ځکه داسې پیښې په رسنیو کې یو نورمال عمل دی.
دلته که اوس پورتنۍ خبرې ته راشو نو خبره د جنګسالار نازولی تش په نامه مارشال صیب فهیم خان ده، ځکه هغوی خو له موره جنتیان زیږیدلي دي، هغوی خو ډیر پاک او له ګناه نه خالي انسانان دي. د دغه تش په نوم مارشال صیب درجهء علمیت ، نامتووالی، سیاسي پخوالی له کاسترو او په نړۍ کې له ټو لو انسانانو نه لوړ دی مارشال صیب خو فرشته ذات دی.
بینوا ستره ګناه کړې چې د مارشال صیب په هکله یې خبر خپور کړی دی،هیڅوک په نړۍ او په ځانګړۍ توګه افغانستان کۍ دا حق نلري چی د دغه تش په نوم مارشال صیب په هکله څه ووایي. مارشال صیب ته خو باید د صحابو درجه ورکړی شي،
ځکه چې په زرګونو انسانان یې د مرګ کومې ته سپارلي او پخپله وایي چې «دموکراسي دست نشاندهء ما است» د دموکراسۍ په نوم تجارت دا دخلکو تیرایستنه ایا دا دموکراسی ده؟ او یا دغه تش په نوم قوانین چې د جوړولو دعوه یی دغه ښاغلی کوي، زه نه پوهیږم چې دی په کوم جرأت دا خبره کوي. مارشال صیب خو زما په شان لکه يوپښتو متل چې وايي، د دوو خرو وربشې هم نشي بیلولی. دایو چانس ورته د بل د غلامۍ په بدله کې میسر شوی. وایي کله چې کاروان چپه شي نو ګوډ خر مخکې کیږي. نو همداشان دغه د لوړ سواد خاوند مارشال صیب چې د علمیت ساری یی نړۍ کې نه لیدل کیږي هرو مرو باید مخکې شي او ددغه ټوپکمارانو غوا نن صبا لنګه شوې ده.
مونږ ټول پدې پوهیږو چې دغه تش په نوم غربي دموکراسي د بي دوه پنځوس الوتکو په زور راغلې، چی مارشال صیب هغه مهال له ډاره او یرې په سوړو غارونو کی پټ و.
غواړم خپل اصلی مطلب په څو ټکو کې ووایم، هغه دا چې ټول پوهیږي چې غوا توره ده او شیدې سپینې دي، ځکه دلته د یو بام او دوه هوا قانون په سپين سترګۍ چلیږي. سیتمیان او افغانیستانیان هر هغه څه چې زړه یې غواړي په ډیر جرأت او بې له کوم ترس اوهراسه خپروي. ځکه متل دی وایي مر بي لرې مربا وخوره او دغه د ستمي افکارو خاوندان څه څه ندي چې نه یې خپروي! زمونږ د اتلانو مشرانو ان تر دې چې د ټول افغان ملت سپکاوی کوي، حتی د ګران هیوادافغانستان د تجزیې په باب په بې شرمۍ او جرأت خبرې کوي، خو هیڅوک یې مخه نه نیسي، یا د دې پر ځای، چې پوښتنه یې وکړي بالعکس په پټه یې تشویقوي او د پردې تر شا ورسره لاس لري.
دغه مارشال صیب یا وزیر صیب چې ځانونه د قوانینو ټیکه داران بولي، ولې له بیلتون پالوعناصرو څخه ب‎پوښنته نه کوي اونه یې کله کړې چې ولې زمونږ په ملت ملنډې وهي. خو له دې نه مالومیږي چې دغه ښاغلي پخپله د ستمي افکارو خاوندان دي. دستمی ورځپاڼو او یا ویباڼو په پرتله بینوا ویب پاڼې هیڅ جرم ندی کړی او خالي یو خبر یې کیدای شي د کوم چا په حواله خپور کړی وي.
په پای کی دا وایم چی ښا غلی رهین مالوم انسان دی او ټول یی ښه پيژني، چی څومره ستمیانو ته خوش بین دی. نو د ده په اړه چې هر څه عيان دي ، هېڅ حاجت د بيان نشته.

په درنښت
همايون قاضي خېل