
افغانستان ورځ تر بلې مثبت بدلون کوي. میراثي، انحصاري او عنعنوي زنځیرونه او طلسمونه ماتېږي. کرار کرار هیواد د ولسمشر غني د پاملرنې له برکته همغه لورته ور روان دی چې هغه یې غواړي. ولسمشر غني غواړي چې د هیواد د رهبرۍ او مدیریت واګې تر ډېره ځوانو رهبرانو ته چې هم نړیواله پوهه او تجربه لري او هم هیواد او ولس ته د خدمت بېدرېغه شوق او لېوالتیا وسپارل شي. په تېرو څلور نیمو کالو کې د حکومت مهمې څوکۍ او مسوولیتونه ځوانانو ته سپارل شوي، مګر د سولې مشورتي لویه جرګه د دې ښودونکې ده چې ولس هم اوس پر ځوانانو باور کوي، ځکه دا ځل په دغه مهمه جرګه کې د ولس ګڼ منتخب استازي ځوانان دي.
د دې ترڅنګ په تېرو پارلماني ټاکنو کې هم د پخوانیو وکیلانو په پرتله ولس پر ځوانانو زیات اعتماد کړی دی او په اکثره ولایتونو کې ځوانانو د ولس د ملاتړ او رایو په اساس ولسي جرګې ته د منتخبو استازو په توګه لاره موندلې ده. دغه مثبت تحول او بدلون په ولایتي شوراګانو کې هم له ورایه ښکاري. جمهوررئیس غني وایي: ”اما، تحول اجتماعی فعلی کشور و عنعنه اشتراک در لویه جرگه ها تغییر کرده است و به یک واقعیت تبدیل گردیده است، شما میتوانید حضور گسترده رهبران جوان و زنان را در این جرگه ببنید.“
په دې کې شک نشته چې سلا او مشوره یو اسلامي او ملي اصل دی او د ولسمشر غني په وینا هر زعیم چې سلا مشوره واوري، ارزښت ورکړي او عمل ورباندې وکړي، نو باور دی چې د ژوند په ډېرو چارو کې به بریالی وي: ”مشوره یک اصل و ضرورت است، زعیم هر کشور وقتی به مشوره های ملت گوش می دهد میتواند کشور خود را از بحران های عظیم نجات دهد و ما ملت هستیم که برای مشوره و تصامیم بزرگ کشوری عنعنه ملی لویه جرگه ها را داریم.“
ولسمشر غني د سولې مشورتي لویې جرګې منتخبو استازو ته چې اکثریت یې ځوانان دي او له دې مخکې نه ورته چا فرصت ورکړی او نه هم چا اورېدلي دي د وینا پرمهال وویل: ”امروز ما به افغانستان ناشنیده گوش میدهیم. چهار روز جرگه ثابت خواهد کرد که شما نمایندګان منتخب ملت، ممثلین اقتدار و وحدت ملی، صاحبان نیت و اراده، فهم تجربه و دیدګاه و ارزومند صلح و رفاه هستید.“
د سولې مشورتي لویه جرګه له نورو جرګو څخه دا ځانګړتیا لري چې استازي یې د ولس په خوښه او رایه په ازادانه توګه ټاکل شوي دا نه انتصابي دي او نه هم میراثي، بلکې د ولسوالیو په کچه چې کومې ټاکنې شوي او ولس پر چا باور کړی دی نو همغه کسان نن جرګې ته راغلي دي. د دوی د ټاکنو شېوې ته په اشارې ولسمشر غني وویل: ”من نحوه انتخاب شما را گاه و ناگاه پیگیری میکردم و میدانم چه با شوق و چه با شور تا اینجا رسیده اید هر حوزه هر ولسوالی و هر قریه میخواست که تعداد نمایندگان شان در لویه جرگه بیشتر باشند و یقین دارم این شور و شوق در بحث های تان ادامه می یابد.“
د ولس ځوانو منتخبو استازو ته ښایي چې په خپله ژمنتیا او وړتیا د ولس د باور او ملاتړ درناوی وکړي. د دوی رسا غږ او غوښتنې د حکومت رهبري ته ورسوي او د هغه څه په اړه توافق وکړي چې د ولس او هیواد خیر په کې نغښتی وي.