د سعودي سفارت: سعودي وګړو ته د سریلنکا څخه د وتلو امر کړی دی   

روهي( څلورنۍ/۱۱ د غوایي )، سریلنکا هېواد کې د سعودي سفارت خپلو سعودي وګړو ته ویلي دي چې دا وخت سریلنکا پرېږدئ، ځکه چې د سریلنکا د صحت وزیر خلکو ته ویلي دي چې یو ځل بیا هم په هوټلونو او کلیساګانو باندې د بریدونو امکان لیدل کېږي.
 

له دې مخکې د سعودي حکومت په سریلنکا کې د خپلو سعودي وګړو څخه غوښتنه کړې وه چې د سریلنکا قانون ته په پوره ډول غاړه کېږدي او د امنیتي ځواکونو سره یې مرستندویه پاتې شي.
 

له دې وړاندې په سریلنکا کې په بریدونو کې څه باندې ۳۰۰ کسان وژل شوي وو.