
روهي( څلورنۍ/۱۱ د غوایي )، امریکا ویلي پاکستان يې د هغو لسو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړ چې وګړي يې د خپلې ټاکلې مودې نه زیات وخت په امريکا کې تېر کړي، بيا بيرته وشړل شي، امریکا به ورته بيا ويزه نه ورکوي.
ويل شوي د ويزو د بندېز په لړ کې به د هغو لوړ پوړو پاکستاني دولتي چارواکو ویزې هم ودرول کيږي چا چې د شړل شوؤ بیرته اخيستو زمه واري منلې وي.
د پاکستان سره په ګيانا، ګيمبيا، کمبوډيا، ايري ټيريا، ګيني، برما، لاؤس او سراليون په دغو هېوادونوکې شامل دي چې د بيا ويزې بندېز پرې لګول شوي دي.
د امریکې امېګرېشن او قوميت د قانون لاندې د امریکا د هوم لېنډ سيکيورټۍ وزير داسې هېوادونو ته د امېګرېشن او غېر امېګرېشن دواړو ويزو ورکول ختمولی شي، څوک چې په امریکا کې د ویزې د مودې ختمېدو وروسته هم په امریکا کې د پاتې کېدونکو وګړو بيرته شړلو په صورت کې د قبلولو نه انکار يا وروستوالی کوي.
راپورونه وايي په داسې پېښو کې په پاکستان کې د لږې مودې دپاره پاتې شوي افغان کډوال او په منځني ختيځ کې پاتې کېدونکې پاکستانيان شامل دي.