د جاپان نوي امپراتور ناروهیتو نن رسما خپل کار پیل کړ

روهي( څلورنۍ/۱ د غوايي)، ۵۹ کلن ناروهیتو له خپل پلار پخواني امپراتور اکیهیتو وروسته د جاپان امپراتوري ته ورسېد چې یوازې سمبولیکه بڼه لري او په چارو کې لاس نه وهي.
 
ناروهیتو نن د جاپان د نوي امپراتور په توګه په خپله لومړۍ وینا کې وویل چې خپلې دندې به په پوره مسؤلیت ترسره کوي.
 
هغه همدا ډول وویل چې د جاپان د خلکو د خوښۍ او پرمختګ او په ټوله نړۍ کې د سولې د ټينګښت هیله کوي.
 

پخوانی امپراتور اکیهیتو په ۱۹۸۹ میلادي کال کې واک ته رسېدلی و او پوره دېرش کاله امپراتور پاتې شوی و.