
روهي( څلورنۍ/۱۱ د غوایي )، سوډان په مختلفو سیمو کې د امنیتي ځواکونو او لاریون کوونکو ترمینځ نښتو کې ۶ امنیتي کسان وژل شوي دي.
د سوډان د پوځ یو چارواکي ( محمد حمدان داغولو المعروف ) رسنیو ته ویلي دي چې ځینو سیمو کې مظاهره کوونکو په امنیتي کسانو ډزې کړي دي او ۶ امنیتي کسان یې وژلي دي.
د دې وړاندې په دغو لاریونونو کې د سوډان د پارلمان ځینې غړي هم ژوبل شوي وو.