
روهي( څلورنۍ/۱۱ د غوایي )، د پاکستان ډېرو سياسي ګوندونو د پاکستاني پوځ وياند اصف غفور لخوا پر پښتون ژغورنې غورځنګ لګول شوي تورونه ناسم بللي. دوي ویلي که له رياست سره د غورځنګ پرضد ثبوتونه وي نو په رسنيو کې پرې د خبرو کولو پرځای دې هغه څارنوالۍ ته وړاندې کړي.
د پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري د اپرېل پر ۲۹ مه په اسلام اباد کې د پي ټي اېم په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، کومې ډلې چې د جمهوريت، بشري حقونو او د ریښتيا او پخلاينې خبرې کوي نو زه د هغو خبرو ملاتړ کوم:
''دا ځوانان چې له قبايلي سيمو څخه دي دوي څلوېښت کاله د ترهګرۍ او له پوځي عملياتو وروسته دا امکانات وو چې دا ځوانان د ترهګرو ډلو سره یو ځای شوی وای. خو پاکستان خوش قسمته دی چې د پښتونخوا ځوانان پر دغه لار نه دي روان او هغوي د جمهوريت، بشري حقونو او د ریښتيا او پخلاينې خبرې کوي. زه وايم چې له داسې ځوانانو سره بايد خبرې وشي او د پيپلز پارټۍ د مشر په حیث زه هم له دوي سره خبرو کولو ته تيار يم.
همدا ډول څرګندونې د اپريل په ۳۰ مه د جماعت اسلامي يو مشر پروفیسر ابراهيم رسنیو
سره کړې وې د ده په خبره که د پوځ وياند وايي چې له پښتون ژغورنې غورځنګ سره د هندوستان او افغانستان استخباراتي ادارې مرستې کوي نو پوځ دې د خبري غونډو کولو پرځای ثبوتونه څارنوالۍ ته وړاندې کړي او د ثبوتونو ثابتېدو په صورت کې دې د غورځنګ مشرانو ته سزا ورکړي.