روسیه او ایران په ګډه سمندري تمرینات کوي

روهي( درې نۍ/۱۰ د غوایي )، دا خبره د ایران د سمندري ځواکونو قومندان تورنجنرال حسین خانزادي وکړه. هغه وویل چې د ایران او روسیې سمندري ځواکونه به د عمان په سمندر کې ګډ عسکري تمرینات ترسره کړي.
 

هغه وویل چې د ایران او روسیې د سمندري ځواکونو ترمنځه به په روزنیزو، تخنیکي او عملیاتي برخو کې د همکاریو کچه لا پسې لوړه کړی شي. همکاري به په همدې شان دوام وکړي.
 

هغه وویل چې د روسیې سره د ترسره شوو مذاکراتو په پایله کې پریکړه وشوه چې د روسیې سمندري ځواکونو اړوند جنګي بیړۍ د روان کال په دننه کې د ایران سویلي برخې ته راشي او د ایران د سمندري ځواکونو سره په ګډه پوځي تمرینات ترسره کړي.
 
 
هغه وویل چې د هند اوقیانوس په څنډه کې پرتو هیوادونو ته په جوړه شوې غونډه کې د نوموړو تطبیقاتو په اړه معلومات او خبر ورکړی دی.
هغه وویل چې نړۍوالې اوبه د ټولې نړۍ اړوند دي او هر هیواد کولای شي چې په نړۍوالو اوبو کې د سوله ایزو موخو لپاره تمرینات ترسره کړي.