حسن روحاني د امریکا بندیزونه ظالمانه او غیرې قانوني یاد کړل   

روهي( درې نۍ/۱۰ د غوایي )، د ایران ولسمشر حسن روحاني په پلازمینه تهران کې د کارګرو د اوونۍ په مناسب په جوړو شوو مراسمو کې وینا وکړه.
 
 
هغه په خپله وینا کې د امریکا لخوا پر ایران د لګیدولو اقتصادي بندیزونو نه یادونه وکړه.
 

روحاني وویل چې د امریکا بندیزونو تر ټولو زیات د ایران په عام وګړو ډیرې بدې اغیزې کړي دي. په ځانګړې توګه په کارګرو، متوسطو او ټیټو عوایدو ترلاسه کوونکو. روحاني د امریکا د بندیزونو نه د ظالمانه او غیرې قانوني بندیزونو په توګه یادونه وکړه. هغه وویل چې له بده مرغه چې ایران د امریکا د ظالمانه او غیرې قانوني بندیزونو سره مخامخ دی.
 

روحاني ددې خبرې په ټینګار وویل چې د امریکا د بندیزونو سره د مبارزې یواځنۍ لار په هیواد کې په نفتو د اتکا کمول او په تولیداتو کې په خپل ځان باور دی. د تولیداتو د کچې نور لوړول دي.
 

روحاني وویل امریکا غواړي چې د ایران د نفتو صادرات صفر ته راټیټ کړي چې دا ډیر ناسم او یو غلط اقدام دی. امریکا غواړي چې ایران ته د نفتو د صادراتو له امله د بهرنیو اسعارو د ننوتو مخه ونیسي . د امریکا ددې سیاستونو پر وړاندې د مبارزې تر ټولو ښه لار په هیواد کې د نفتو پرته د نورو برخو د تولیداتو لوړول او ځان بساینه ده.
هغه وویل چې امریکا ته به اجازه ورنکړی چې خپل شوم پلانونه په ایران کې عملي کړي. هغه زیاته کړه چې د امریکا د ټولو بندیزونو سره سره به د نفتو صادراتو ته دوام وکړو. که چیرې امریکا پر مونږ یوه دروازه وتړي مونږ ډیرې نورې دروازې لرو.