
روهي( درې نۍ/۱۰ د وري )، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا د ولسمشر دونالد ټرمپ سره خبرې وکړې.
د ترکیې هېواد ولسمشرۍ ماڼۍ د خبر له مخې پدې ټیلیفوني خبرو کې دواړو مشرانو د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو، دوه اړخیزو اړیکو، تجاري راکړه ورکړې، د سوریې په وروستیو پرمختګونو او د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې په ګډې همکارۍ خبرې کړي دي.
ولسمشر اردوغان پدې ټیلیفوني خبرو کې ټرمپ ته د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو د سیستم د تدارک د مسلې په اړه د کاري ډلې د جوړولو وړاندیز وکړ.
همدا ډول ولسمشر اردوغان د امریکا ولسمشر ته د سن دیګو په ښار کې د یهودانو په کلیسا د وسله وال برید له امله چې ګن شمیر کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه د تسلیت مراتب وړانډې کړل.