د اسلامي دولت يا داعش ډلې د مشر وېډيويي پيغام خپور شوی

روهي (درې نۍ/۱۰ د غوايي)، داعش ډلې په خپلې فرقان نومي وېب پاڼې يوه وېډيو خپره کړې ده او ويلي دي چې پيغام د دغه ډلې د مشر ابوبکر البغدادي دی.

د ابوبکر البغدادي غږيز او انځوريز پغامونه کم خپريږي او ويل کيږي چې دغه وېډويو يې له پنځو کالونو ځنډ وروسته خپره کړې ده.

په وېډيو کې ابوبکر البغدادي وايي چې د د لوېدېځې نړۍ پر وړاندې جګړه اوږده ده او پر وړاندې بايد جهاد وشي.

نوموړی په سوريه او عراق کې د داعش ډلې د ماتې په اړه هم اعتراف کوي خو په خپلې مبارزې او جګړې ټېنګار کوي.

البغدادي وايي چې په سرېلانکا کې وروستي بريدونه د سوريې په باغوز ښار کې د شويو پېښو غچ وو.