هې افسوس څنګه په سرووېنو رنګېن ېې
سپين ټټر دې چې په سرو وېنو لړلې
پروت په خاوروکې جانانه ګلورېن ېې
نرګس ځه چې له ګلا به ډېر حسين ېې
تورې څڼي دي په سپېن مخ راخورې دي
لکه غاړي نه شليدلې لونګین ېي
تاقدم هم دحمزه په قدم کېښود
چې ټوټه ټوټه اندام پروت په زمين يې
خېر که موږ نه شوې بعيدرب ته شوې قرېب
په رتبه کي له هر چا نه بهتر ېن ېی
ستادننګ غېر ت ېادونه به ژوندي وي
دتارېخ زرينو پا ڼو کې زرېن رنګ يې
دليلي درته ولا ړ لاس په دعا دی
ته دنازب خوب وېده ماه جبين يې
(محمدصابر دليلي کوټه)
وروستي