امیر مقام: عمران خان په دروغو کې دوکتورا کړې ده

روهي( درې نۍ/۱۰ د غوایي )، د پاکستان مسلم ليګ ن ګوند یو مهم غړي ( امير مقام ) ويلي دي چې عمران خان په دروغو کې دوکتورا کړې ده اود د پاکستان ولس په دوکه کې ساتلی دی.
 
دا خبرې د پاکستان مسلم ن ګوند یو غړي پېښور کې یوې ولسي غونډې ته وکړې.
 
د زیاته کړه چې عمران خان ولس ته نوي سلنه دروغ او لس سلنه رښتیا وایي ځکه چې عمران خان په دروغو کې دوکتورا برابر زده کړې لري.
 

د په خپلو خبرو کې ویلي دي چې که همدا حالت دوام وکړي د خلکو ژوند به نور کړاوونه هم زیات شي.