
روهي( درې نۍ/۱۰ د غوایي )، وروسته له هغې چې پرون ورځ د پاکستان د پوځ ویاند ( اصف غفور ) رسنیو ته په خپلو خبرو کې د منظور پشتین په مشرۍ د پښتون ساتنې په غورځنګ تورونه پورې کړل چې د پښتون ساتنې غورځنګ سره د افغانستان او هندوستان استخبارات مرسته کوي منظور پشتین ویلي دي چې د ملګرو ملتونو سره به د پوځ د گواښونو په اړه خبرې وکړي.
د پښتون ژغورنې غورځنگ مشر منظور پښتين د ملگرو ملتونو څخه غوښتنه کړې چې د پاکستان د پوځ سره دې خبره وکړي چې ولې ورته هره ورځ گواښونه ورکوي.
د منظور پښتين له قوله چې پوځ د پي ټي ایم خلاف پروپیګنډه ځکه کوي چې ځان له احتسابه وساتي.
هغه وویل پي ټي ایم د پوځ احتساب غواړي چې د ترهګرۍ په نوم پوځ ۳۳ ملیارده ډالره واخستل او پښتانه یې ووژل، کورنه او بازارونه یې ورله ړنګ کړل.