قاسم سلیماني: امريکا سره زمونږ خبرې د تسليمۍ په مانا دي

روهي (دوه نۍ/۹ د غوايي)، د ايران د سپاه پاسدران ډلې د قدس لښکر مشر قاسم سلیماني وايي چې په اوس وخت کې له واشنګټن سره د ايران خبرې د تسليمۍ په مانا دي او مونږ دغه چاره نه کوو.

نوموړي امريکا ته د دښمن خطاب کړی او ويلي دي چې امريکا غواړي د اقتصادي فشارونو او بنديزونو له لارې مونږ د خبرو ميز ته کينوي، خو دا چاره واشنګتن ته د تهران د تسليمۍ په مانا ده.

له قاسم سلیماني وړاندې د ايران پوځ ځينو چارواکو ويلي وو، چې ښايي ايران د اټومي وسلو د نه پراختيا له تړون څخه هم بهر شي او د اټومي وسلو غني کېدو ته ادامه ورکړي.

بيا له بلې خوا، د لومړي ځل لپاره د امريکا متحدو ايالتو د ايران رسمي پوځ (سپاه پاسدران) ډله د ترهګرو په نوملړ کې شامل کړې ده، چې يوه بې سارې پرېکړه ده.