
روهي (دوه نۍ/۹ د غوايي)، د پاکستان لومړی وزير عمران خان په يو رسمي سفير چين ته تللی دی او د افغانستان د سولې په اړه يې خبرې کړي دي. عمران خان وايي چې که په افغانستان کې سوله راشي نو د پاکستان اقتصادي ور سره وده کولی شی.
خان وايي چې يو سوله ييز افغانستان د پاکستان په ګته دی او له دې لارې پاکستان د منځنۍ اسيا له هېوادونو سره نښلېدلی شي.
لومړي وزير ټېنګار کړی دی چې د مرکزي اسيا هېوادونو سره د پاکستان د وصل ټکی افغانستان دی او دا چاره په هغه وخت کې کيږي چې په افغانستان کې جګړه نه وي.
افغان حکومت او ولس ډېری ځلې پاکستان توروني چې د افغانستان په جګړه کې خپلې موخې لري او د جګړې په پای کې همکاري نه کوي.