د سرېلانکا حکومت: له دې وروسته مسلمانې نجونې او ښځې حجاب نه شي کولی

روهي (دوه نۍ/۹ د غوايي)، د سرېلانکا حکومت په يوې بيړنۍ ناسته کې فرمان ورکړی دی چې په دغه هېواد کې مسلمانانې نجونو او ميرمنې حجاب نه شي کولی.

د سرېلانکا ولسمشر مایتریپالا سیریسنا دغه نوی قانون تصويب کړی دی او حکم يې کړی دی چې څوګ حجاب نه شي کولی او د مخ پټولو اجازه ورته نشته.

دغه بنديز په سرېلانکا کې د تېرې اونۍ له هغه بريدونو وروسته شوی دی چې په لسګونه کسان په کې مړه او ټپيان شول.