ماما پولیس راغله ویونکی طوطي ونیول شو

روهي( دوه نۍ/۹ د غوایي )، برازیل هېواد کې پولیسو په نشه یي توکو خرڅوونکو باندې چاپه وهله کله چې طوطي پولیس ولیدل نو په لوړ اواز یې وویل چې ماما پولیس راغلل نو د هغې وروسته د نشه یي توکو خرڅونکي وتښتېدل او اوس پولیسو طوطي نیولی دی.
 

د برازیل پولیسو ویلي دي چې نیول شوی طوطي د همدې کار لپاره ځانګړې زده کړې لري او نشه یی توکو خرڅونکو د همدې لپاره له خپل ځان سره ساته.
 

بله خوا د مرغانو او ځناورو د ساتلو ادارې بیا د برازیل هېواد د پولیسو دا کار غندلی دی.
 

پولیسو زیاته کړې چې نیول شوی طوطي د برازیلۍ ژبې ځینې جملې یادې لري خو د نیول کېدو څخه وروسته طوطي هيڅ هم نه وایي او خورا خفه مالومېږي.