
روهي (يوه نۍ/۸ د غوايي)، بي بي سي ليکلي دي چې د سخت کار، ګرمۍ او ستومانۍ له امله د اندونیزیا ټاکنو کمېسيون ۲۷۲ کار کوونکي مړه شوي دي.
خبر کې ويل شوي دي، چې د اندونیزا د ټاکنو د کمیسیون ویاند وایي، د اپرېل ۱۷مې نېټې له ټاکنو وروسته د دې کمیسیون تر ۲۷۲ تنو ډېر کار کوونکي له ستومانۍ مړه شوي دي. عارف سوسانتو وایي، د رایو په شمېره د د دې بهیر څارونه کې کابو ۷ ملیونه کسانو برخه درلوده.
په دې هېواد کې کابو ۱۹۳ ملیونه وګړي د رایې ورکولو جوګه دي، چې ۸۰ سلنه هغو یې په تېرو ټاکنو کې برخه واخیسته. د دې ټاکنو لپاره د ټول هېواد په کچه ۸ لکه د رایو مرکزونه پرانیستل شوي وو.