د ښونکې شخصیت د اروا پوهنې له نظره

د شخصيت تعريف په اروا پوهنه کې ډېر مشکل ګڼل شوی دی زه نه غواړم دلته د هغه په مفهوم باندې زياته رڼا واچوم بلکې دلته د شخصيت يوازې په هغو ځانګړتیاوو بحث کېږي ، چې ديوه ښوونکی د برياليتوب او اغيزمنتوب لپاره غوره ګڼل شوې وي.

تر لاسه شوی شواهيد څرګندوي، چې ديو ه ښونکی لپاره شخصيت ډېر زيات ارزښت او اهميت لرونکی دی.

همدا شان يوله هغو مقدماتي خصوصياتو څخه، چې د ښونکو د روزنې ټولې موسسې يي ديوه غوره ښونکې لپاره اساس او بنسټ ګڼي شخصيت دی همدارنګه يو زيات شمېر نور ليکوالان او د پوهې خاوندان شخصيت د يوه ښونکی د برياليتوب لپاره ډېر مهم ګڼي همدا شان يو پوه ايليوت داسې وايي: ((د يوه ښونکې يو ډېر لوړ او عالي صفت دهغه د ورځينو عادي کارونو په سرته رسولو پورې مربوط نه؛ بلکه د ده په هغه قدرت او توان پورې ارتباط لري، چې خپل زده کونکي د خپل ذهني او اخلاقي شخصيت او د ځان د مثال به ترڅ کې رهنمايي او تشويق کړي)) نو له همدې کبله يو د لوړ نظر خاوند ښونکی د شخصيت ارزښت او اهميت په پام کې نيسي او هم کله، چې خپل شخصي مناسبت او په ښوونه کې خپله ممکنه بری تر قضاوت او ارزيابي لاندې نيسي د شخصيت مطالعی ته ژور پام اړوي.

د موضوع د يو څه روښانولو لپاره شخصيت په دی ډول تعريف کو شخصيت ديوه سړي د جسمي، ذهني، اجتماعي، روحي او عاطفي اړخونو هغې مجموعې ترکيبي کليت دي، چې په يوه چاپيريال او ټولنه کې ، د هغه د انطباق څرنګوالی ټاکي. ويل شوي دي، چې شخصيت د چاپيريال د زرګونو اغېزو په وړاندې د شخصي زرګونو عکس العملو نو رېزېدنه دی کله، چې ديوه ماشوم او يا هم ديوه رسېدلي سړي غوښتنې تمايلونه او محرکونه د هغه د چاپيريال د قواوو سره په تماس او ارتباط کې راځي دهغه شخصيت هم رامنځ ته کېږي د موضوع د مطالعې د اسانولو لپاره موږ کولای شو د يوه ماشوم او يا دبل هر سړی شخصيت د فردي شوي او خصلت او کړو وړو خصوصيات ته شاملو ګڼو خو د دې سره سره دغه خصوصيات په ځانګړی توګه نه څرګنديږی بلکه يو پر بل باندی متقابل تاثير لري.

دشخصيت په جوړولو کې بيکتريو (bektterw) دغه څوارلس عوامل مهم ګڼي
۱ – د يو چا پاملرنه، ۲ـ ديو چا عاطفي ميلانو نه او عکس العملونه ، ۳ ـ ديوچا روحي ، فزيکي يا په بله ژبه دهغه هيله او توقع، ۴ـ ديو تن اخلاقی خصوصيات او يوه سازماني مقام ته احترام درلودل ، ۵ـ ديو ه تن وجدان، ۶ـ ديو تن ايديالونه او عقيدي ،۷ـ ديوه تن پوهه ، ۸ ـ عقلی ذهنيتونه، ۹ـ مذهبی اعتقاد، ۱۰ ذکاوت ۱۱ تصور او حافظه په ځانګړي توګه د ليکلو او په ياد راوړلو عادتونه، ۱۲ـ دظرافت درلودل ۱۳ـ تعقل، تقکر او قضاوت کول، ۱۴ـ خپل ځانی توب.

لکه په هغه شان، چې په پورته توګه ، دیوه پوه له نظر ه د شخصيت عوامل ذکر شول اوس دغه ډول صفتونه هم د کارتر پيل (Carters ) په يوه متعبره څېړنه کې په دې لاندې ډول ښودل دي .
انطباق او سازش کول.
مرغوبيت، شخصی بهه.
دمينې او علاقی پراخوالی (دوګړو ، دمسلک او د زده کوونکو سره )
احتياط (سموالی ، قاطعيت، مشخصوالی،)
پام کې لرنه (هڅونه ، در ناوی ، لطف مهربانی )
همکاري (مرسته کول ، وقاداری )
ارتباطيت (منظم والی )
رغبت لرل (ويښوالی ، ژوندی روحيه ، تشويق )
صراحت.
پياوړتيا (تصميم نيول ، ثبات ، هدفمندي )
ښه قضاوت کول (سم انتخاب کول ، اټکل کول ، جرئت ، ذکاوت
روغتيا.
رښتينوالی.
مهارت (صبر ، حوصله (مداومت )
لېډرشيپ (دينتکار په خپل ځان باور لرل )
حاليب (ښه روش لرل ، خوښي او خوشحالي، نيکبيني ، ظرافت درلودل ، اجتماعيت خوښوونکی غږ)
پاکي او نظافت (سپڅلتيا )
د ازاد قضاوت او نظر لرل
اصليت (تصور، بډای والی )
ارتقايي هيله (لوړی هيلی لرل)
چټکتيا ( دنده پېژندل ، وخت پېژندل)
اصلاح او سمون ( عموميت، ښه ذوق، تواضع، اخلاق ، سادګي)
علميت (ذهني کنجکاوي)
خپل ځاني کنترول ( ارامتيا، مناعث شوق)
اقتصادي هوښيارتيا
دادی اوس هم دلته په لاندې توګه هغه خصوصيات او صفتونه ذکر کيږي، چې د زده کونکو او زده کړیالانو له خوا د ښونکو لپاره غوره او په زړه پورې ګڼل شوي وي.

ښه طبيعي بڼه ،مهرباني، صبر او حوصله
بيطرفي
د صريح توضيح کولو قابليت
دسپلين يا انضباط
دمضمون پوهه
په نمرو ورکولو کې عدالت
د ظرفيت احساس
دتولګي څخه دباندې د زده کونکو او زده کړیالانو سره مرسته کول.
د زده کونکو او زده کړیالان پېژندنه.
د زده کوونکو او زده کړیالان د مينې راجلبولو پوهه.
صداقت.
ښه قضاوت.
ښه شخصيت.
دښوونځی او پوهنتون روحيه ساتل.
دکورنيو دندو په ورکولو کې قاطيت او صراحت.
مهم او غير مهم تشخيص کول.
باور لرل.
لېدر شيپ.
هيڅ کله د زده کونکو او زده کړیالانو په غلطيو او شتباه ګانو باندې خندا نه کول.
نظافت ساتل.
عمومي پوهې او دمضمون دپوهې لرل.
دخپل مضمون سره مينه لرل .
ښه غږ درلودل.
دټولګې د قدرت او توان پېژندل.
د سلا او مشورې ورکولو توان لرل.
د زده کونکو او زده کړیالانو هر ډول کمزورتياوی ورپه ګوته کول
په سمه توګه د ژبې په کار وړل.
د مطالعې څخه نظارت کول او دمطالعې د وختونو لپاره اجازه ورکول
دکورنيو شرايطو پېژندل.
دزيات شمېر ازموينو اخستل.
منظموالی او د قواعدو په کار وړل.
د زده کونکو او زده کړیالانو نظر اخېستل.
مناسب لباس اغوستل
همکاري او مرسته کول