----------
خدايه!
اې لويه خدايه
د زمکې او اسمانونو خدايه
د جنتونو او دوزخونو خدايه
د هر څه خدايه
دهر چا خدايه
زما هم خدايه
زما چې
يو پښتون يم
پښتون چې
تۀ ترې
ډېر خفه ئې
خو،
هغه پښتون چې،
بې له تا ئې
بل چا ته
سر نه دې ټيټ کړی
بي له ستا د خدائې ئې
د بل چا
خدائي نه ده منلی
له تا غوښتنه کوم
بس يوه پوښتنه کوم
چې،
زۀ ،
يعني پښتون دی
د کوم ګناه په بدل کښې
د دې دنيا د خدايانو
او د دوئ د خدائې
په لومه کښې
ورکړی يم
او که مې
په بې خبرۍ کښې
داسې کومه لويه ګناه
کړی هم وي
نو،
اې لويه خدايه!
ستا په دې لويه خدائي کښې
د پښتون د شان سره برابره
کومه بله سزا نشته؟
کابل ٢٢/١٠/٢٠١٠ م٠ق٠م
وروستي