
روهي (نۍ/۷ د غوايي)، د سرېلانکا پوليسو د پلازمېنې په ختيځه برخه کې نن ورځ له يو شمېر شکمنو کسانو سره نښته کړې ده او ۱۵ کسان په کې وژل شوي دي.
پوليسو دا عمليات وروسته له هغې کړې دي، چې تېره اونۍ په دغه هېواد کې په هوټلونو او کليسا ګانو بريدونه وشول، چې درنه تلفات يې رامنځ ته کړل.
تر اوسه څرګنده نه ده، چې پوليسو د کومو مالوماتو په اساس په ختيځه برخه کې دغه عمليات کړي دي، خو په دغه هېواد کې له کالونو د مسلمانانو او بوديستانو ترمنځ مذهبي تاوتريخوالی شتون لري.