ليکوال: زاهدجلالي
الله جل جلاله انسانان مختلف پيدا کړى. هم په رنگ هم په خوي او هم په اخلاقو او هم په انساني روش کې، چې يو لدې اختلافاتو څخه د ميړه او ښځې ترمنځ مشکلات دي، چې دا اختلافات کله ناکله داسې مرحلې ته رسيږي، چې يا به ښځه او ميړه سره جدا کيږي او يا به هم په ډېر بدحالت کې خپل ژوند سرته رسوي، چې بې له شکه دا اختلافات هم حل لري.
زموږ په افغاني ټولنه کې د طلاق مسئله دومره عادي نه ده او داسې حالتونه لږ پيښيږي، چې ښځه او ميړه سره جدا شي او يو له بله طلاق واخلي يعنې موږ بايد دا مسايل او اختلافات ډېر جدي وگڼو؛ ځکه که دا اختلافات لمنځه لاړ نشي له يوې خوا خوبه د دوى ژوند هسې تېر شي او له بلې خوا ددې اختلاف ضرر به ټولنې ته هم ورسيږي يعنې دا اختلاف په اولادونو بده اغېزه کوي.
که ماشوم په خبره هم ونه پوهيږي د مور او پلار ترمنځ شخړه درک کوي او منفي اغېزه پرې کوي او دا يې په فکر کې پاتې کيږي.
که هر څومره مشکلات جدي وي بايد اولادونه پرې ونه پوهول شي او په ډېره چټکتيا سره بايد لمنځه لاړ شي.
ددې مشکلاتو د لمنځه وړلو لپاره بايد لومړى ميړه اوښځه سره کيني او مشکلات دې لمنځه يوسي، چې دا کار څو گټې لري:
• د ماشوم رواني حالت په خپل حال پاتې کيږي.
• د اولادونو په زړه کې د مور او پلار ښه څيره پاتې کيږي او مينې ته يې کوم ضرر نه رسيږي.
• د مشکل ښه حليدل او د جنجال داوږديدو او د بدو پايلو څخه يې مخنيوى.
ددې لپاره، چې مشکل په لنډه موده کې له اولادونو څخه پټ حل شي بايد ځينې څيزونه په پام کې ولرو او په ځينو لارښوونو عمل وشي.
کله، چې له يوه لوري څخه ناوړه او غلط کار وشي بايد بې له ځنډه په خپلې غلطۍ اعتراف وشي او له مقابل لوري نه بښنه وغوښتل شي، چې دا کار د اختلاف د ختمولو لپاره اساسي لارښوونه ده.
د ميړه اوښځې ترمنځ ضد هم ډېر بد وي او ناوړه پايلې لري، چې ترې بايد ځان وساتل شي.
د ميړه او ښځې ترمنځ خفگان هم بايد اوږد نشي له يوې شپې څخه زيات اوږد نشي.
د يوه او بل ناوړه کارونه بايد تحمل شي.
دريم کس ته بايد د مداخلې اجازه ورکړل شي ترڅو د دوى مشکل حل کړي او دا کس بايد يا ارواه پوه ډاکټر وي او يا د زوجينو مور او پلار وي.
پاتې دې نه وي،چې د دوى د مشکلاتو د حل لپاره ځينې احاديث هم شته دى، چې کولى شي د داسې مشکلاتو د منځ ته راتلو مخه ونيسي لکه، چې حضرت محمد صلى الله عليه وسلم فرمايي لاتغضب يعنې مه په غصه کيږه او همدارنگه وايي: من کان يؤمن بالله واليوم الآخر فليقل خيراً اوليصمت.
ژباړه: څوک، چې پر خداى او د قيامت پر ورځې ايمان لري يادې ښه څه ووايي او يا دې چپ (غلى) کيني.
او داسې نور احاديث هم شته، چې ددې مشکلاتو په حلولو کې زمونږ سره مرسته کولى شي.
په پاى کې درته د يو جليل القدر صحابي يوه قيصه کوم، چې تر ډېره کولى شي زموږ کورني مشکلات لمنځه يوسي، چې هغه قيصه داسې وه.
د ابودر داء طريقه:-
ابودرداء رضى الله عنه وايي، چې ما ددې لپاره، چې په کور کې هېڅ کوم مشکل سره مخ نشو او له جنجالونو بې غمه شو يوه طريقه وکاروله، چې هغه داسې وه: ما مې ښځې ته وويل که چېرته زه غصه کيدم ته به غلې کينې او څه به نه وايې او کله که ته غصه کيدې زه به غلى کينم او څه به نه وايم.
وروستي