
روهي (جمعه/۶ د غوايي)، پاکستان کې د پلوڅستان ملي ګوند ملتپاله مشر سردار اختر منګل وايي چې د پاکستان اوسني حکومت دغه هېواد په سيمه ييزو شخړو کې ښکېل کړی دی.
نوموړي د امریکاغږ اردو څانګې ته په یوې ځانګړې مرکې کې خبرداری ورکړیدی چې ملک د درېيمې سيمه ييزې جګړې په لور روان دی ځکه چې د پاکستان ریاست ( ادارې) دغه ملک د نورو د ګتو په خاطر په سیمه ایزو شخړو کې ښکیلوي.
منګل دا خبرداری هم ورکړی دی چې که چېرې د پاکستان حکومت يې غوښتنې پوره نه کړي نو ګوند به يې د حکومت څخه خپله لار بېله کړي.
د بلوڅستان ملي ګوند ويلي دي، چې د عمران خان حکومت ورسره ژمنه کړې وه چې د يو کال دننه به يې ستونزو ته لاس رسی پيدا شي.