د پاکستان د ماليې نوی وزير: هېواد مو له سخت اقتصادي بحران سره مخ دی

روهي (جمعه/۶ د غوايي)، د پاکستان د ماليې نوی وزير حافظ شيخ وايي چې په اوس وخت کې پکستان له سخت اقتصادي بحران سره مخ دی.

حافظ شيخ وايي چې پاکستانۍ کلدارو د ډالر په مقابل کې خپل ارزښت را ټېټ کړی دی او پايله کې يې په هېواد کې ګرانې ډېره شوې ده.

له دې وړاندې د باکستان د ماليې پخواني وزير د اقتصادي وضعيت او بحران له امله له خپلې دندې استعفا ورکړې وه.

د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف ګوند واک ته په رسېدو سره، پاکستانۍ کلداره د لومړي ځل لپاره په د امريکايي ډالر پر وړاندې په ۱۴۸ بيه خرڅه شوه.