
روهي (پنځه نۍ/۵ د غوايي)، د پاکستان لومړي وزير عمران خان په شمال وزيرستان کې يوې ناستې ته په وينا کې د حکومت سياسي مخالف ګوند پيپلز مشر بلاول بهټو زرداري ته د ښځې خطاب کړی دی.
عمران خان بلاول بهټو زرداري ته ويلي، آغلې بلاول بهټو زرداري صاحبې! زه ستا په څېر نه يم چې د مور له برکته راته سياسي ګوند په برخه رسېدلی وي.
په ټولنيزو رسنيو د عمران خان دغه خبرې غبرګونونه راپورته کړي دي، او د لومړي وزير په توګه د عمران خان په دې ډول لهجې او ژبې نيوکې شوې دي.