سعودي عربستان کې ۵۰ سلنه انلاین سودا ښځې کوي

روهي( پنځه نۍ/۵ د غوایي )، سعودي عربستان د تجارت وزارت ویلي دي چې دا وخت په سعودي کې ۵۰ سلنه انلاین سودا ښځې کوي.
 
د سرچینو له قوله ښځو ته انلاین سودا کول ښه او محفوظ ډول ښکاري.
 
د سعودي عربستان یوې ښځې منال الیحیی رسنیو ته ویلي دي چې انلاین سودا ځکه کوي چې د انلاین سودا په مرسته کولی شي چې د هېواد او نړۍ په هر ځای کې د خپلې خوښې سودا واخلي.
 

د سعودي عربستان د تجارت وزارت ویاند عبدالرحمن الحسین ویلي دي چې غواړي په دغې برخې کې نور اسانتیاوې هم رامنځته کړي.