
روهي( پنځه نۍ/۵ د غوایي )، د پښتو ژغورنې غورڅنګ یو مشر علي وزیر رسنیو مشال راډیو سره خبرو کې ویلي دي چې د عمران خان خبرې ناسمې دي او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران له هيڅ کوم خارجي هېواد څخه مرستې نه اخلي.
علي وزیر په دغې مرکې کې ویلي دي پښتون ژغورنې غورځنګ د ولس د بنیادي حقونو او امنیت ټینګولو غوښتنې کوي.
علي وزیر دا څرګندونې تر هغې وروسته وکړې چې عمران خان د اپرېل پر ۲۴مه په واڼه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له نوم اخیستو پرته تور پورې کړ چې ځېنې مشران په سیمه کې ګډوډۍ ته لمن وهي.
عمران خان زیاته کړې وه "دلته ځېنې خلک دي چې ځوانان د (سیمې) ګډوډۍ ته هڅوي. په دوی کې عام ځوانان سم دي، خو د دوي ځېنې مشرانو ته له بهره پیسې راځي او د دې ځای ځېنې ګوندونه – چې خپله درغلي ژغورل او ساتل غواړي – هم د دوی مرسته کوي."
خو علي وزیر بیا د لومړي وزیر د دغو خبرو ځواب کې ویلي چې:
له سیاسي ګوندونو او موږه ولې تفتیش (پلټنې) نه کېږي؟
علي وزیر وايي، د پاکستان حکومت دې بې پرې پلټنې وکړي او که دا یې ثابته کړه چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو له بهره پیسې اخیستې وي، نو له قانون سره سم دې ورته سزا ورکړي.
"زه یم، منظور (پښتین) دی، محسن (دوړ) دی، دغه درې کسان یو. موږ چې په دې هېواد کې د سیاسي ګوندونو (له استازو او مشرانو) سره وینو نو هغه سیاسي ګوندونه خو دلته (ازاد) ګرځي. په ما باندې تور دی چې ( له بهره فنډ اخلي، پر سیاسي ګوندونو تور دی نو له سیاسي ګوندونو او موږه ولې پلټنې نه کېږي؟