کېم جونګ اون روسيې ته ورسېد

روهي (څلورنۍ/۴ د غوايي)، د شمالي کوريا مشر کېم جونګ اون د ولسمشر ولادميير پوتين په رسمي بلنه نن ورځ مسکو ته ورسېد.

نوموړي نن له شمالي کوريا حرکت کړی او د روسيې ولادي‌وستوک ښار ته رسېدلی دی او تاکل شوې ده چې سبا به له ولسمشر پوتين سره وګوري.

دواړه مشران او به د شمالي کوريا د اټومي مسالې په اړه خبرې وکړي او د سوله ييزې لارې به ورته حل پيدا کړي.