سعودي عربستان خپل ۳۷ وګړي اعدام کړل

روهي (څلورنۍ/۴ د غوايي)، د سعودي عربستان شاهي حکومت خپل ۳۷ وګړي د ترهګرۍ په تور تېره ورځ اعدام کړل.

سعودي حکومت ويلي دي چې د پلازمېنې رياض په شمول، مکه مکرمه، مدينې منورې او نور ښارونو کې يې دغه کسان د اپريل مياشتې په ۲۳ نېټه اعدام کړي دي.

د اعدام شوي کسانو ډیری دوسيې د ترهګرۍ په اړه وې، خو د عام نظم ګډوډونکي، له قانون سر غړونکي او جنايي مجرمين هم په کې شامل وو.

د يادونې ده چې د روان کال له پيل څخه تر اوسه سعودي عربستان سل کسان اعدام کړي دي چې په نړۍ د اعدام سزا لوړ هېواد شمېربل کيږي.