ولسمشر ټرمپ د خپلو فالوورز د کمېدو په خاطر د ټوېټر مشر ته ګیله وکړه

روهي( څلورنۍ/۴ د غوایي )، د امریکا ولسمشر ډونالنډ ټرمپ د ټوېټر مشر ( جیک ډورسي ) ته د خپلو فالوورز د کمېدو په خاطر ګیله وکړه.
 
د امریکایي رسنیو له قوله چې ډونالنډ ټرمپ د ټوېټر د مشر سره لیدنه کې خپل زیات وخت په همدې ولګاوه چې ولې یې د د ټوېټر فالوورز کم کړي دي.
 
دغې ناسته څخه مخکې ټرمپ ویلي وو چې د خواله رسینو ادارې د اعتدال ساتونکو سره د سختې رویې څخه کار اخلي.
 

ټرمپ په خپل ټوېټر حساب باندې جیک ډورسي سره ګډ انځور خپور کړی دی او ورسره لیکلي یې دي چې نن ورځ مونږ د نړۍ په خواله رسنیو خبرې اترې وکړې.
 
جیک ډورسي د ټرمپ مننه کړې او زیاته کړې یې ده چې ټوېټر ټولو خلکو ته خدمات وړاندې کوي.