متحده عربي اماراتو کې ۲۷ کاله وروسته یوه ښځه د کوما له حالت څخه په هوش راغلې ده

روهي( څلورنۍ/۴ د غوایي )، متحده عربي اماراتو کې یوه ښځه ۲۷ کاله وروسته د کوما له حالت څخه په هوش راغله، کله چې ډاکټرانو دا کار ولیده نو حق خیران شول.
 
دغه ښخه چې ۲۷ کاله وروسته په هوش راغلې ده یادې ښځې په ۱۹۹۱ ز کال کې په متحده عربي اماراتو کې په یوه ترافیکي پېښه کې کوما حالت ته تللې وه.
 
دا ښځه هغه وخت د ترافیکي پېښې سره مخ شوې وه کله چې دې خپل یو زوی ښوونځي ته رساوه.
 
منیره عبدالله چې د یادې ښځې زوی دی وایي چې د مور یې تېر کال په جرمني برس روغتون کې سترګې وغړېدې او بیا له هغه ځایه لندن ته د علاج لپاره یووړه او د لندن څخه یې بیا متحدہ عرب اماراتو ته راوړه . چې خواړه به یې د پایپونو په وسیله ورکول.
 
د دغې ښځې د علاج لپاره په ۲۰۱۷ ز کال کې شیخ محمد بن زید هم مرسته کړې وه.