عمران خان: جاپان او جرمني ګاونډي هېوادونه دي

روهي (درې نۍ/۳ د غوايي)، د پاکستان د لومړي وزير عمران خان هغه وينا چې جاپان او جرمني يې دوه ګاونډ هېوادونه بللي دي، په تولنيزو رسنيو خورا شهرت ته رسېدلې ده.

لومړی وزير عمران په يوه ناسته کې وايي چې په دويمه نړيواله جګړه جاپان او جرمني له يو بل زيات کسان ووژل، او د خپلو پولو پر سر يې ستونزې ډېرې وې، خو چې کله دوی اقتصادي اړيکې سره غښتلې کړي، ستونزې حل شوي.

په ټولنيزو رسنيو پر عمران خان نيوکه کيږي، چې د هېواد د لومړي وزير په توګه نه دی توانېدلی، چې د جاپان او جرمني د موقعيت او دويمې نړيوالې جګړې په اړه سم مالومات وړاندې کړي.