داعش په سرېلانکا کې د بريدونو مسووليت واخېست

روهي (درې نۍ/۲ د وري)، اسلامي دولت يا داعش ډلې ويلي دي چې په سرېلانکا کې وروستي بريدونه د دوی کار وو.

داعش ويلي چې روانه اونۍ په سرېلانکا کې اته بريدونه چې په هوټلونو او کليساګانو تر سره شول دوی کړي دي. په دغه بريدونو کې تر ۳۱۰ کسان ووژل شول.

بيا له بلې خوا د سريلانکا د دفاع ایالتي وزیر ويلي دي چې په نوي زېلانډ کې د مسلمانانو پر جوماتونو د غچ اخېستو په پار دغه بريدونه شوي دي.

ياده بريدونه د سرېکلانا په تاريخ کې بي ساري وو چې د افغانستان په شمول د نړۍ ډېری هېوادونو وغندل.