
جلال الدين غريبدوست—د خوځښت ګذارشګر
جلالکوټ ادبي خوځښت خپله لومړۍ اونيزه غونډه د روانې تلې مياشتې پردروېشتمه د جمعې سهار پرنهو بجو د جلال اباد ننګرهار لېسې ته مخامخ د شرق پلازې په دويم پوړ کې وکړه.
وياندي يې زيارصميم او ګذارش ليکنه جلال الدين غريبدوست ته سپارل شوې وه.
د غونډې مشراسدالله لاروى او مشرمېلمه عطامحمد هيله من و.
غونډه د محب الله الله يار لخوا د قرانکريم د څو سپېڅلو اياتونو په تلاوت سره پيل شوه.
د غونډې لومړۍ برخه د خوځښت د جوړيدو په اړه ازاد بحث ته ځانګړې وه.
لومړى وياند د جلالکوټ ادبي خوځښت مشر ارشادرغاند پرانېستونې ويناته وباله.
رغاند وويل:د جلالکوټ ادبي خوځښت د جوړيدو يوازينى هدف په ننګرهار کې د منظمو اونيزو ناستو درلودل اود نوو ځوانانو روزنه ده.
د رغاندپه وينادا چې دا ناستې به پرکوم وخت،چېرته ،د چاپه مشرۍ او څنګه ترسره کېږي،پرې دې د خوځښت غړي نظرونه او پريکړې ترسره کړي او دى به يې د يوه خدمتګارپه شان د پريکړو د عملي کېدو هڅې کوي.
ورپسې اسدالله لاروي د جلالکوټ ادبي خوځښت پرجوړيدو د مبارکۍ ترڅنګ وويل:
لکه څنګه چې تاسې ليدلي،ډېرې غونډې او ټولنې د مشرۍ په سرپه شخړو له منځه تللي،زه وايم چې يو کوربايد مشر ولري چې اداره يې کړي او هيله مې ده چې تاسې پخپل منځ کې له اختلافاتو ډډه وکړئ!
لاروي زياته کړه:په شاعرۍ او ليکوالۍ کې بايد له سياسته ډډه وشي،ځکه په وينايې همدې کارونو افغانستان نړولى.
بياعطامحمد هيله من وويل:زه لس کاله ادبي غونډو کې پاتې شوى او له تېرو څو کلونو راهيسې ترې د ځينو زړه بداويو له امله لرې يم.
هيله من زياته کړه:د لرې والي لامل مې دا دى چې خلکو په خلک پرمابې عزته کول،د نورو ګرېوانونو ته به مالاس اچوه اوپه لسګونه زره ډالره او کرېډيټ به نورو ترلاسه کول.
هيله من وويل:اوس چې زه تر ډېر وخت وروسته د جلالکوټ ادبي خوځښت په غونډه کې برخه لرم،ژمنه کوم چې بيابه هم راځم او هيله مې ده چې دا ځاى د چاپروړاندې سنګر نه شي.
وحيدالله نديم بياد داسې اونيزو غونډو د ګټې په اړه وويل:افغان ادبي بهير ته يو ځوان راته چې لومړيو کې يې خبرې نه شوې کولاى خو اوس د ژونالېزم پوهنځي له يوه فارغ څخه ښه ګذارش ليکلاى شي.
محب الله الله ياروويل:څوځله خلک راټول شول چې بهير جوړوو،خو دوه،درې مياشتې يې دوام وکړاو له منځه ولاړ.
دسټېج پرسربه هرچاويل چې دا د هېچابهير نه دى،خو بيابه هغه خپل کړى و،که دا خوځښت هم پروژوي وي همدا نن دې روښانه شي.
مبارز پېروز وويل:کوم ملګري چې دلته راغلي،پردوې باور لرم چې تېرې نېمګړتياوې به نه تکراروي.
خو له هيله من صيب نه په دې ګيله لرم چې دى پوهېده چې زموږ پرسر څوک پيسې اخلي،ولې يې ملګرو ته نه ويل.
هيله من وويل:د دې خوځښت مشر بايد پلان ولري او ترې حساب وغوښتل شي.
ايمل تنها د جلالکوټ ادبي خوځښت د ملګرو په اړه وويل:
زه ډېرخوشاله يم چې په دوى کې يو هم په فساد ککړ نه دى.
وروسته بحث پاى ته ورسېد او د انورالحق يرغل پر غزل کره کتنه پيل شوه.
مقطع يې وه:
چې تـــــــه راسره نــــــــــــــه يې بې له تانـــــــه پسرلى
په خـــــــــداى چې وي بېخـــــونده تر خزانه پسرلى
عطامحمد هيله من وويل:دويمه نېم بيته که داسې شي،ښه به وي:
په خداى چې وي بې خونده له خزانه پسرلى
هارون ناصري وويل:زه فکرکوم چې (تر)تريوې مودې پورې تړلى،که همدا(تر)راشي ښه به وي.
ايمل تنهادهارون ناصري د خبرې په تاييد سره وويل:که(تر)راشي،ښه به وي.
خو ارشادرغاند او توريالي همت د عطامحمدهيله من وړانديز تاييد کړ او ويې ويل:که د (تر)پرځاى(له)راشي سمه به شي.
بيالومړى بيت ولوستل شو:
وعــده دې که پوره کړه او خولګۍ غېږه دې راکړه
نو خــــــوند به يو په دوه وکړي جـــــــــــانانه پسرلى
دا بيت له کومې نيوکې سم وبلل شو،دويم بيت داسې وو:
اوس ښه دي پښتانه خپلو کې تورو نه کار ناخلي
اوس شکر دى ښه شــــــــــوى له پخـــــــوانه پسرلى
ايمل غيور وويل:پښتنو خپلو کې تورو نه کارنه دى اخېستى،بلکې پرديو پسې يې تورې راوېستي.
توريالي همت يې په ځواب کې وويل:ورور هم ورور پسې توره راوېستې،پښتانه خو لاپرېږده.
ترمشاعرې وروسته عطامحمد هيله من د غونډې ارزونې ته وبلل شو.
هيله من وويل:سړى چې وږى شي،ډوډۍ ډېرخوند ورکوي،داچې ډېروخت ماشعرونه نه وو اورېدلي،نننۍ غونډې ډېرخوند راکړ.
ورپسې د جلالکوټ ادبي خوځښت مشر ارشادرغاند د غونډې لومړۍ برخه کې د خوځښت په اړه په شوي بحث کې پرښودل شوو اندېښنو خبرې وکړې.
ده وويل:زه خوښ يم چې ملګرو د زړه له تله خبرې وکړې،د ادبي خوځښتونو د کاري دوام په اړه د دوى اندېښنې يو واقعيت دى او هرڅوک حق لري چې اندېښنې وښيي.
خو د ده په ويناچې د خوځښت په اړه داسې اندېښنې به که خداى کول په دې حقيقت ونه لري چې رامنځته کوونکي يې پخواهم د ننګرهار په فرهنګي کړيو کې ښه نومونه لري او چاله فرهنګي امکاناتو په ناسمې استفادې نه دي تورن کړي.
د جلالکوټ ادبي خوځښت مشر يو ځل بياډاډ ورکړ چې دا خوځښت به يوازينى ارمان د ښو فرهنګي هڅولري،نورې موخې به نه پالي او خپل منظم کاري پلان به ژر ترعملي کېدو لاندې ونيسي.
د غونډې وروستۍ برخه کې پريکړه وشوه چې بله غونډه کې د يوه ادبي استاد لخوا به د ادبي درس ترڅنګ به کره کتنيزه برخه کې د محب الله الله يار پرلنډې کيسې کره کتنه کېږي.
غونډه غرمه مهال پاى ته ورسېده.
چې تـــــــه راسره نــــــــــــــه يې بې له تانـــــــه پسرلى
په خـــــــــداى چې وي بېخـــــونده تر خزانه پسرلى
وعــده دې که پوره کړه او خولګۍ غېږه دې راکړه
نو خــــــوند به يو په دوه وکړي جـــــــــــانانه پسرلى
اوس ښه دي پښتانه خپلو کې تورو نه کار ناخلي
اوس شکر دى ښه شــــــــــوى له پخـــــــوانه پسرلى
شرميږي ترېنه ستا داواړه ستوري سپوږمۍ لمر
چې راشي ننګرهـــــــــــار باندې اسمـــــــانه پسرلى
تپوس يې رانه وکړلـــــــــــو چې ووايه يرغلــــــــه
زه ښـــــــــــکلې يم که ښــــــــکلى دى له مانه پسرلى