ترکیه کې یو ځل بیا په سلګونو تنه ناقانونه افغان کډوال نیول شوي دي

روهي( درې نۍ/۳ د غوایي )، د ترکیې امنیتي ځواکونو د وان په ولایت کې په سلګونو تنه افغان کډوال چې د قاچاقي لارو څخه ترکیې ته داخل شوي وو نیولي دي.
 
د ترکیې هېواد د رسنیو له قوله چې د وان ولایت امنیتي ځواکونو د دغه ولایت د ایپک یولو په ولسوالۍ او د حاجي بکر، ګلستان او حصار په کلو کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ۲۰۷ تنه ناقانونه افغان کډوال، ۵۲ تنه پاکستاني او یو تن هم د بنګلادیش وګړی نیولي دي.
 
نیول شوي کډوال د لومړنیو تحقیقاتو نه وروسته د وان ولایت د کډوالو د چارو ریاست ته سپارل شوي دي.
 
نیول شوي کډوال به هر څه ژر بیر ته خپلو خپلو هیوادونو ته ولېږل شي.
 
د ویلو ده چې ترکیې پدې وروستیو کې د ناقانون کډوالۍ او انسانانو د قاچاق پر خلاف قوي مبارزه پیل کړې ده .