
روهي (دوه نۍ/۲ د غوايي)، د پاکستان لومړی وزير عمران خان نن ورځ په يو رسمي سفر ايران ته لاړ، له ولسمشر حسن روحاني او نورو لوړپوړو چارواکو سره يې کتلي دي.
عمران خان له ولسمشر روحاني سره په لېدنه کې اعتراف کړی دی چې د ايران حکومت يو شمېر ضد وسله والې ډلې د پاکستان د خاورې دننه دي.
نوموړي ټېنګار کړی چې حکومت يې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کوي او وسله والې ډلې به وځپي.
دواړو هېوادونو په دې هم هوکړه کړې ده چې د ترهګرۍ او وسله والو ډلو سره د مبارزې په پار به يو ګد ځواک رامنځ ته کړي.
د پاکستان په ټاکنو کې د تحريک انصاف ګوند له بريا وروسته دا لومړی ځل دی چې لومړی وزير عمران ايران ته سفر کوي.