
روهي ( دوه نۍ/۲ د غبرګولي )، عمران خان او ايران ولسمشر حسن روحاني ترمينځه تهران کې د ناستې په وخت دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه اړیکې،د پولو او د سيمې سياسي او نظامي حالت باندې خبرې شوي دي.
یادو دواړو مشرانو د ودوه اړخیزو اړیکو باندې خبرې وکړې.همدا ډول عمران خان ویلي دي چې پاکستان او ایران تیار دي چې د افغانستان په سوله کې مرسته وکړي.
داسې طمعه کېدای شي چې عمران خان حسن روحاني ته د پاکستان د تلو بلنه هم ورکړي.