
روهي( دوه نۍ/۲ د غبرګولي )، مولانا فضل الرحمن ادعا کړې چې د پاکستان لومړی وزیر او د خيبرپښتون خوا لوی وزیر محمود خان د حکومت چلولو هېڅ واک نلري.
د اپريل پر ۲۱ مه د خيبرپښتونخوا د خیبر ضلعې په جمرود کې د میلين مارچ په نوم ولسي غونډې ته د وينا پر مهال مولانا فضل الرحمن ادعا وکړه چې د پاکستان او خیبر پښتونخوا حکومت چلولو ټول واک او اختيار له پوځ سره دی.
نوموړي زياته کړه په هېواد کې د صدارتي نظام راوستل نه مني.
د پخوانۍ فاټا په خیبرپښتونخوا تر ورګډولو وروسته د رامنځ ته شوي حالت په اړه مولانا فضل الرحمن وويل چې د انضمام پر وخت قبايلي سیمو ته له قامي مالياتي اېوارډه (اېن اېف سي) څخه د ۱۰۰ ارب روپيو ورکولو ژمنه شوې وه خو حکومت دا وعده سر ته نه ده رسولې.