منظور پشتین: عمران خان ناسمه لجهه اوري خو ناسم کارونه نه گوري

روهی( دوه نۍ/۲ د غبرګولي )، منظور پشتین په یوې نوې مرکه کې ویلي دی دا د حاکميت او محکوميت انتها ده چې یو سړې غلط کار کوي هغه څوک نه گوري، بل چې يې غلط عمل په الفاظو بیانوي بیا گنهکاريږي.
 
دا څرگندونې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين امريکا غږ ته د عمران خان د وینا په غبرګون کې کړیدي.
 
د پاکستان وزيراعظم عمران خان د جمعې په ورځ په قبايلي سیمه کې یوې ولسي غونډې ته په وېنا کې ویلي و چې د پي ټي اېم غوښتنې سمې خو لهجه يې ناسمه ده.
 
د پاکستان صدراعظم ويلي پي ټي ايم د پوځ پرضد خلک تحريکوي چې دا ډول نعرې ملک او قبايلي سیمې ته گټه نه رسوي.
 
د پي ټي ايم مشر وويل که د پښتنو په خاوره همداسې زياتې روان وي د دوې لهجه به نوره هم تونده شي.