عربستان کې د پوليسو پر مرکز بريد؛ داعش يې مسووليت په غاړه واخېست

روهي (دوه نۍ/۲ د غوايي)، د سعودي عربستان پلازمېنه رياض سره نېږدې تېره ورځ د پوليسو په يو مرکز بريد شوی او اوس يې د اسلامي دولت يا داعش ډلې بريد په غاړه اخېستی.

د رسنيو د خبر په اساس، په دغه بريد کې څلور واړه بريدګر وژل شوي او دري سعودي پوليس هم په کې ټپيان شوي دي.

د سعودي چارواکو ويلي دي، چې د پوليسو له خوا يې بريد شنډ شوی دی او څلور واړه بريدګر يې وژلي دي.