د پاکستان د کراچۍ په  ښار کې د یو کور څخه درې کسانو جسدونه ترلاسه شوي دي

روهي( دوه نۍ/۲ د غبرګولي )، د کراچۍ په قاید نومې سیمه کې د یو کور څخه د یوې مور او دوه اولادونو جسدونه ترلاسه شوي دي.
 
د وژل شوو کسانو نومونه انیله، عبدالهادي او بصیره فاطمه ښودل شوي دي.
 

سرچجینې زیاتوي چې د دغه ښځې مېړه د خیاطي کوي او چې د خپل دوکان څخه کور ته راځي ګوري چې په کور کې یې ښځه او دوه اولادونه وژل شوي دي.
 
پولیسو د مالوماتو لپاره د ښځې مېړه نیولی دی.