سعودي عربستان: څلور بريدګر پر يوه امنيتي مرکز د بريد په يايله کې ووژل شول

روهي (دوه نۍ/۲ د غوايي)، العربيه او الشرق الوسط رسنيو ليکلي دي، چې د عودي عربستان په زلفي ښار کې څلورو بريدګرو د پوليسو پر يوې پوستې د بريد موخه درلوده، خو هدف ته له رسېدو وړاندې ووژل شول.

رسنيو ليکلي دي چې دغه کسانو په زلفي ښار کې د کورنيو چارو وزارت پر يو مرکز د بريد په موخه مخ پر وړاندې وو، چې امنيتي مسوولينو وپېژندل او څلور واړه يې ووژل.

د سعودي حکومت هم د وژل شوي بريدګرو جسدونه ښوودلي او د پېښې تائيد کړی دی. چارواکو بريدګر ترهګر بللي دي.

يو شمېر رسنيو ويلي دي چې بريدګر د داعش ډلې کسان وو، خو تر اوسه د سعودي عربستان حکومت او په خپله داعش وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي.