
د جمهوري ریاست د ټولټاکنو وخت رارسیدلی ؤ، خلکو هیلې درلودې چې روان بد وضعیت ته به د پای ټکی کېښودل شي، هېواد به د یو نوي او خود کفا افغانستان په لوري چټک ګامونه واخلي، افغان وژنه به پای ته ورسیږي، د هېواد د داخلي او خارجي سیستم رغونه به وشي او په ټوله کې به هېواد د یو پیاوړي ملي انسجام څخه برخمن شي، ټاکنې وشوې؛ د خلکو اکثریت امید په یو کس راټول شو، منشور او برنامې یې په اکثریت ډول خلکو خوښې کړلې، زړونه یې پسې غوټه کړل او د (مفکر) په نوم کس یې د واک تر ګدۍ ورساوه.
د سیګار وروستي ټویټونه چې په حواله رسنیو کې زیات نشر شول، د ډېرو خلکو اندېښنې راپارولي دي، خو واقعیت همدغسې دی، نا امني اوج ته رسیدلې ده، تر دې چې ارګ میشتي په ارګ کې هم د خطر حس کوي، د وسلوال پوځ په لیکو کې هره ورځ لسګونه زلمیان بې بدیله قرباني ورکوي، د فاسدو، غلو او خاینو چارواکو څخه خلک رنج وړي، د ولس وینې زبیښي، د ولس په حقوقو ملڼډې وهل کیږي. هېواد کې شپیته سلنه مېشت خلک له لوږې سره مخ دي؛ ښار، کور، کلي، جومات، مدرسې، مکتب او پوهنتون کې ویره حاکمه ده، د انسانانو ژوند له یوې خوا د تروریزم په نوم، بل خوا د غلو، فاسدو، نا اهلو او ویدو چارواکو له لورې له بې ځایه خطر سره مخامخ دی.
خو نه داسې ونه شول؛ د لانجو او کړکېچونو وروسته لومړی ولسمشر غني په لوی لاس د دوه سري حکومت ایجاد ته زمینه برابره کړه، چې د ناکامۍ اصلي عامل یې له همدې ورځې پیل شو، د دې لپاره چې تر قدرت ورسي، تر نیمایي زیاته وڼډه یې خپل سیال ته ورکړه او د روان بد وضعیت بدبختي یې لا پسې وغځوله.
اړینه ده، چې په لڼډ ډول هغه مهمو فکتورونو ته اشاره وکړو، چې ولسمشر غني پکې پاتې راغی.
۱ـ امنیت:
د طالبانو تر رژیم وروسته چې د امریکا په ګډون نور بهرني مرستندویه هېوادونه افغانستان ته راغلل او د کڼ کپر افغانستان لپاره یې د انتقالي حکومت بنسټ کېښود، تر یو نیمې لسیزې وسلوال مخالفین پدې بریالي نه شول، چې کوم ولایت ته سقوط ورکړي، خو د ملي وحدت حکومت کې دا کار بار، بار تکرار شو او په بېلابېلو لویو حوزو کې په پرلپسې ډول ولایتونو سقوط وکړ، نا امني اوج ته ورسیده، زورواکي ، فسادګر، معامله ګر، کمیشنکاران، غله او داړه ماران د دې پر ځای چې وټکیږي، محاکمه شي، د ارګ پر دسترخوان یې راټول کړل، چې تراوسه د دې مظلوم ملت حق خوري، امنیتي ادارو کې اصلاحات منځ ته نه راغلل، مجازات او مکفات هم له فساده خالي نه وو.
۲ـ داخلي سیاست:
د انتقالي دولت سربېره د حامد کرزي په دوو دورو کې هم دا تشه محسوس کیده، چې د افغانستان سیاسون د خبرو اترو له لارې یوې نهایي پرېکړې ته ورسیږي او د دوی ترمنځ په یو داسې سیستم کار وشي، چې افراد منزوي او د هېواد داخلي سیستم ورغول شي، مانا دا چې هره مساله کې سیستم باید پیاوړی شي، ولسمشر غني د دې پر ځای چې د ملي وحدت پر حکومت کې داسې یو فضا ایجاد کړي، د سیاسي ګوندونو او سیاسونو پر ټکولو یې پیل وکړ، سیاستوالو ته یې بار، بار پیغورونه ورکړل، ان تر دې چې خپلو ټیمونو ته هم ژمن پاتې نشو، چې د داخلي سیاست رغونه ترې پاتې او د څو مشخصو کړیو او ګروپونو تر انحصار لاندې راغی او د سیاسي معاملو ښکار شو.
۳ـ خارجي سیاست:
پکار وه، چې غني واک ته تر رسیدو وروسته د خارجي سیاست یوه ښکاره او بریالۍ پالیسي جوړه او عملي کړی وی، خو دا چې دی د قدرت په اوله ورځ نیم صلاحیته شو، د خارجي سیاست کلیدي څوکۍ یې د لاسه ورکړې، که څه هم په ښکاره د دوی هڅه دا وه، چې پر سیمه کې هېوادونه وټکوي، خو نه په پرلپسې ډول له ماتونکو پایلو سره مخ شول، پخپله د خپلې لوبې ښکار وګرځيدل، د سیمه اییز اعتبار ترڅنګ یې نړیوال اعتبار هم تر پوښتنې لاندې راغی، ان تر دې چې پدې وروستیو کې داسې ګنګوسې هم خپرې شوې، چې د ملګرو ملتونو په درې اویایمه عمومي اسامبلۍ کې د امریکا ولسمشر نه غوښتل، چې له غني سره وګوري او په مسایلو ورسره وغږیږي، چې د دا ډول طلايي فرصتونو میس کول، د خارجي سیاست له ناکامۍ پرته بله مانا نلري.
۴ـ اقتصاد:
د پيسو نړيوال صندوق وايي، چې د افغانستان کلنی عايد په ۲۰۱۷ کال کې ۲.۸ مليارده ډالره وو او سږ کال دا رقم ۲.۳ مليارده ډالرو ته را ټيټ شوی چې دا ۵۰۰ مليونه کموالی ښيي، دا پداسې حال کې ده چې د هېواد ولسمشر د ماتو دولتونو د جوړونې متخصص، د انسان پېژندنې پروفيسر او پدې تړاو د څو کتابونو ليکوال دی.
ترڅنګ یې ملګري ملتونه وایي، چې لږ تر لږه اته میلیونه افغانان له جدي خوارځواکۍ څخه کړېږي، پداسې حال کې چې درې میلیونه نور له قحطۍ سره یو ګام واټن لري.
د افغانستان د توکیو د بازار لپاره د هوایي دهلیزونو د پرانسیتو خبرونه بار، بار شرېک شول، خو تراوسه د کندهاري انارو لپاره هم مناسب بازار ندی پیدا شوی، په اکثریت ډول ولس له ولسمشر غني او ملي وحدت حکومت ناراضه دی او ناکام یې بولي، په ټوله کې د غني واکمني په تشو امتیازي خبرو او خیالاتو ولاړه ده، چې بار، بار ولس ته ژمنې ورکوي، خو په عمل کې یې څه نه تر سترګو کیږي.
ښايي، چې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې په غوڅ اکثریت سره ملت یو بل وړ نوماند رابرسېره کړي او د ښاغلي غني د تحول واکمنۍ د تدوام خیال ته د پای ټکی کیږدوي.