
روهي (نۍ/۳۱ د وري)، رسنیو يې ليکلي چې دي د لایبریا د ولسمشر جورج ویه په دفتر کې دوه تور ماران پيدا شوي دي او نوموړی خپلې چارې په کور کې تر سره کوي.
د لایبریا د ولسمشرۍ دفتر مطبوعاتي سلاکار سمیت ټوبي بي بي سي ته د تېرې چارشنبې په ورځ وویل، دوه تور ماران د ولسمشر په رسمي دفتر کې، چې د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ کې پروت دی، پیدا شول.
چارواکي وايي چې د بهرنيو چارو وزارت ودانۍ پخوانۍ ده او ښايي چې له امله يې ماران او ورته نور موجودات شتون ولري.
ماران د وانۍ دننه ورک شوي دي او ولسمشرۍ ماڼۍ ته د خلکو په دننه کېدو باندې هم بنديز لګېدلی دی.
پوليس د ودانۍ دننه په پاکوالي او د مارانو په پيدا کېدو اخته دي او تمه ده چې همدا اونۍ به ولسمشر بېرته خپل کار ځای ته ستون شي.