
روهي( نۍ/۳۱ د وري )، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په اورکزو کې غونډې ته په وینا کې ویلي د پي ټي ایم ځوانانو خبره سمه خو ژبه یې ناسمه ده.
عمران خان زیاته کړې دا هغه خبرې دي چې هغه یې پخپله له تېرو پنځلسو کلونو راهیسې کوي.
عمران خان ویلي له قبایلو دباندې هېچا ته مالومه نه شوه چې پر قبایلو څه تېر شول؟ په دې کې د پوځ ګناه نه ده بلکې ګناه د هغو واکمنانو دیه چې د امریکا په خوله یې داسې وکړل.
بله خوا د پي ټي اېم یو مهم مشر محسن داوړ رسنیو ته ویلي يو څوک چې د مرګ، ژوبلې د ماينونو او د وینو ذکر کوي نو دا به هرومرو ترخې خبرې وي.
''دا عمل او کارونه داسې شوي دي چې زما په اند اوس هم دا ژبه (لهجه) سمه ده. دا خلک د عدم تشدد پرتګلارو خپله مبارزه کوي. دوی تراوسه تشدد ته لاس نه دی اچولی. زما په خيال خان صيب ته اندازه نه شته. خو زه ورته دا وایمه که مو له دومره شدت سره موږ خبره نه کولی نو بیا دنیا نه اورېدله. عمران خان دا وايي چې پنځلس کاله يې دا خبره کړې وه نو په ۱۵ کاله کې به دنیا هم له دې خبره شوی وی. چا به دا خبره اورېدلې وی، څه بدلون به راغلی وی. د خلکو په ژوند کې به ارامي راغلې وی.'
د پي ټي ايم مخکښ محسن داوړ دا هم ويلي چې له دوی سره چې چا زياتی کړی دی هم هغه خلک به يادوي.
يو سړي چې غلا کړې وي يا مرګ ژوبله يې کړي وي نو ته به دنیا ته دا نه وايې چې غلا چا کړې ده، له ما سره ظلم چا کړی دی، هم دوی کړی دی. زه به دنیا ته هم هغه خلک ياودمه چې له ما سره يې زياتی کړی دی.