هند په کشمیر کې د پاکستان سره پوله د تجارت لپاره بنده کړه

روهي( نۍ/۳۱ د وري )، هندوستان په کشمير کې د پاکستان سره ګډه پوله د تجارت لپاره بنده کړه هندوستان زیاته کړې په دغه لاره به په غېرقانوي ډول وسله، نشايي توکي او جعلي يا نا چله روپۍ وړلې کېدلې .
 
د جمې په ورځ د هندوستان د کورنيو چارو وزارت د پاکستان سره په کمشير کې د ګډې پولې د تړلو د اعلان په وخت ویلي، د پاکستان يو شمېر فابریکې چې د دغې لارې هندوستان ته خپل تجارتي توکي لېږل د لغوه شوي يا وسله والو تنظيمونو سره اړيکي لري چې په تجارتي سامان کې هندوستان ته وسله او نشايي توکي راليږي.
 

دغه لاره چې په کال۲۰۰۸م کې خلاصه شوې وه. د پاکستان او هندوستان سوداګرو به پرې د اوونۍ څلور ورځې يو بل سره د تجارتي توکو بدلون کاوه، چې زيات تره به پکې د مصالو، په دوايانو کې کارېدونکو بوټو، سبزيانو، مېوو، رخت او قالينونو تجارت کېده.