استاد دکتور وهبه الزحيلي

\"\"
دکتور وهبه زحيلي په يوولس جلدو کې د الفقه الاسلامي و ادلته او په شپاړس جلدو کې د التفسير المنير ليکوال، سترګه ور عالم، د کلک، واضح او روښآنه موقف خاوند په کال ١٩٣٢ز کې د دمشق په دير عطيه کې په يوه تقوا داره او په دين مينه کورنۍ کې زيږيدلى، پلار يې د قرآن کريم حافظ، په نبوي سنتو مين، دهقان او تجار و، مور بي بي يې هم په دين پابنده ښځه وه.
ابتدايي زده کړې يې په خپل کلي کې کړي، د ثانوي زده کړو لپاره د دمشق پوهنتون ته تللى او د دمشق په پوهنتون کې يې له شپږو کالو تيرولو څخه وروسته په کال ١٩٥٢ز کې له ثانوي دورې څخه په ممتازه درجه فارغ شو.
د لوړو زده کړو لپاره په همدغه کال کې ازهر شريف ته ولاړ، د شرعياتو په پوهنځۍ کې يې داخله واخسته او په کال ١٩٥٦ز کې له ازهر شريف څخه اول نومره فارغ شو، د شهادت نامې له اخستلو سره يې د ازهر شريف د عربي ادبياتو له پوهنځۍ څخه د استادۍ سند هم ترلاسه کړ.
د شرعياتو په پوهنځۍ کې د زده کړو ترڅنګ يې د عين الشمس په پوهنتون کې د حقوقو په پوهنځۍ کې هم داخله واخسته او په کال ١٩٥٧ز کې يې په نوموړې پوهنځۍ کې د ليسانس دوره په ښه درجه پاى ته ورسوله.
د ماستري لپاره د قاهرې پوهنتون ته لاړ او په کال ١٩٥٩ز کې يې په حقوقو کې د قاهرې له پوهنتون څخه شهادتنامه ترلاسه کړه.
په کال ١٩٦٣ز کې يې په اسلامى شريعت کې د حقوقو په څانگه دوکتورا ترلاسه کړه، د دوکتورا د رسالې موضوع يې (آثار الحرب في الفقه الإسلامي ـ دراسة مقارنة) په اسلامي فقهې باندې د جګړې اغيزې په نامه وه، دا رساله يوه مقايسوي رساله وه چې اته مذاهب او نړيوال قانون پکې پرتله شوي و.
په کال ١٩٦٣ز کې د دمشق په پوهنتون کې د مدرس په توګه مقرر شو، بيا په کال ١٩٦٩ز کې د مرستيال استاد (اسيسټنټ ټيچر) (استاذ المساعد) شو او په کال ١٩٧٥ز کې عام استاد ټاکل شوى، استاد وهبه زحيلي په دغه وخت کې د ورځې ١٦ شپاړس ساعته کار کاوه، ځکه هغه يواځې درس نه ورکاوه مګر د درس ترڅنګ يې تاليف هم کاوه او عام او خاص ليکچرونه يې هم ورکول، د قاهرې د پوهنتون د حقوقو په پوهنځۍ کې د شرعياتو په څانګه کې يې هم تدريس کړى، د ده درس به عموما په فقه، اصول فقه او مقايسوي موضوعاتو کې وه.
استاد وهبه الزحيلي واده کړى، څلور ځامن لري، ټولو ځامنو يې لوړې زده کړې پاى ته رسولي يواځې يو ځوي يې پاتې هغه هم د پوهنتون په وروستيو کلو کې دى.
استاد دکتور وهبه الزحيلي له ډيرو لويو علماو او مشايخو څخه زده کړه کړې چې د د دمشق په پوهنتون کې د استاد دوکتور وهبه الزحيلي استادان لاندېني علماء دي:
شيخ محمود ياسين د نبوي احاديثو استاد، شيخ محمود الرنکوسي د عقايد استاد، شيخ حسن الشطي د فرائضو (ميراث) استاد، شيخ هاشم خطيب د شافعي فقهې استاد، شيخ لطفي الفيومي په اصول فقه او مصطلح الحديث کې استاد، شيخ احمد السماق د تجويد استاد، شيخ حمدي جويجاتي د تلاوت په علومو کې استاد، شيح ابو الحسن القصاب د نحو او صرف استاد، شيخ حسن حبنکه او شيخ صادق حبنکه الميداني د تفسير استاد، شيخ صالح الفرفور د عربي په ادبياتو کې لکه بلاغه او الادب العربي کې استاد، شيخ حسن الخطيب، علي سعد شيخ صبحي الخيزان او کامل قصار د نبوي حديث او اخلاقو استاد، جودت الماردني د خطابت او وينا استاد، استاد رشيد الساطي او استاد حکمت ساطي په تاريخ او اخلاقو کې استاد، دکتور ناظم محمود نسيمي او ماهر حماده په تشريع کې استاد او داسې نور په کيما، فزيک هندسه، انګلش او داسې نورو عصري علومو کې يې مشهور استادان لرل او په ادب کې استاد نسيب سعد رحمه الله ورحمهم الله جميعا.
استاد وهبه الزحيلي په مصر کې هم زده کړه کړې وه چې په مصر کې يې هم ډير لوي او پيژندل شوي علماء استادان و چې له هغو څخه:
شيخ الازهر الامام شيخ شلتوت، امام دکتور عبدالرحمن تاج، شيخ عيسى منون د شريعي د پوهنځۍ رئيس په مقايسوي فقه کې استاد، شيخ جاد الرب رمضان په شافعي فقه کې استاد، همدارنګه شيخ محمود عبدالدائم هم په شافعي فقه کې استاد، شيخ مصطفى عبد الخالق او ورور يې شيخ عبدالغني عبدالخالق په اصول الفقه کې استاد، شيخ عثمان المرازقي او شيخ حسن وهدان په اصول الفقه کې استادان، شيخ الزواهري الشافعي په اصول الفقه کې استاد، شيخ مصطفى مجاهد په شافعي فقه کې استاد، شيخ محمد علي الزعبي په فقه العبادات کې استاد، شيخ محمد ابو زهره، شيخ علي خفيف، شيخ محمد البناء، شيخ محمد الزفزاف، دکتور محمد سلام مدکور او شيخ فرج السنهوري په اصول الففه او مقارنوي فقه کې استادان.
همدارنګه شيخ وهبه الزحيلي په عين الشمس کې هم د حقوقو په پوهنځۍ کې زده کړې کړي او هلته هم ځنې مشهور استادان لري چې له هغو څخه:
الشيخ عيسوي احمد عيسوي، شيخ ذکي الدين شعبان، دکتور عبدالمنعم البدراوي، دکتور عثمان خليل، دکتور سليمان الطماوي، دکتور علي راشد، دکتور حلمي مراد، دکتور يحيى الجمل، دکتور علي يونس، دکتور محمد علي امام، دکتور اکثم الخولي او داسې نور استادان.
څرنګه چې شيخ وهبه الزحيلي ډيره پخوا استادي پيل کړې وه، اسلامي نړۍ ته يې د پوهې په رسولو، کتاب ليکلو او تدريس کې ډير لوي خدمتونه کړي او ډير مشهور شاګردان هم لري چې له هغو څخه:
شيخ دکتور محمد الزحيلي (د شيخ وهبه الزحيلي سکه ورور)، دکتور محمد فاروق حماة، دکتور محمد نعيم ياسين، دکتور عبدالستار ابو غده، دکتور عبداللطيف فرفور، دکتور محمد ابو ليل، دکتور عبدالسلام عبادئ، دکتور محمد الشربجي، دکتور ماجد ابو رخيه، دکتور بديع السيد اللحام، دکتور حمزه حمزه او داسې نور ډير زده کوونکي لري چې د شرعياتو په پوهنځۍ کې او نورو مدارسو کې استادان دي.
د شيخ وهبه الزحيلي زده کوونکي په سوريې کې تير شوي، ځنې يې په سوډان کې، ځنې په ليبيا کې، ځنې په عربي اماراتو کې او داسې نور په زرګونو کسان د نړۍ په شرق او غرب کې، په امريکا او لندن کې، په افغانستان، ماليزيا او اندونيزيا کې په صول الفقه او تفسير کې د شيخ وهبه الزحيلي شاګردان تير شوي.
شيخ وهبه الزحيلي نه يواځې په سوريه کې خپل هيوادوالو ته د علم په ښوونه کې خدمت کړى مګر په ټوله اسلامي نړۍ کې يې تدريس کړى او اسلامي امت ته يې نه هيريدونکې خدمتونه کړي.
له کال ١٩٧٢ز څخه تر ١٩٧٤ز پورې د ليبيا په ينغازي پوهنتون کې د شرعياتو په پوهنځې کې د استاد په صفت مقرر شوى او د دې ترڅنګ يې ډير ليکچرونه هم په نوموړي پوهنتون کې محصلينو ته ورکړي.
له کال ١٩٨٣ز څخه تر کال ١٩٨٩ز پورې د پنځو کالو لپاره د عربي متحده اماراتو په پوهنتون کې د شرعياتو او قانون په پوهنځۍ کې د استاد په صفت خدمت کړى.
د خرطوم پوهنځۍ ته د ميلمه استاد (استاد الزائر) visiting teacher په صفت د شريعې په پوهنځۍ کې مقرر شو او د دې ترڅنګ يې محصلينو ته په اصول فقه او فقه کې ډير ليکچرونه هم ورکړي.
د دوو کالو لپاره د ليبيا په پوهنتون کې د حقوقو په پوهنځۍ کې د استاد په صفت کار کړى او يوه مياشت په همدغه پوهنتون کې استاد الزائر (ميلمه استاد) (Vesting Teacher) و.
له کال ١٩٨٩ز څخه تر ١٩٩٠ز پورې کويټ او قطر ته د روژې د درس ورکولو په موخه استول شوى.
د ١٩٩٣ز کال په يوولسمه مياشت کې په المرکز العربي للدراسات الامنية و التدريب کې د دوو اونيو لپاره د ميلمه استاد په صفت مقرر شوى.
اوس مهال د دمشق په پوهنتون کې د الفقه الاسلامى و مذاهبه ( اسلامي فقهې او مذاهب يې) په څانګه کې رئيس دى.
په پاکستان، سوډان او داسې نورو هيوادو کې يې مشهور کتاب (الفقه الاسلامي و ادلته) چې په څلورو مذاهبو کې ليکل شوى او په اسلامي نړۍ کې معاصر پيژندل شوى کتاب دى، تدريس کيده او اوس مهال هم تدريس کيږي.
د مديني او رياض په پوهنتونو کې يې بل کتاب (اصول الفقه الاسلامي) د قضاء په څانګه کې تدريس شوى.
دکتور وهبه الزحيلي يواځې خپل خدمت تر پوهنتون او رسمياتو پورې نه دى وقف کړى، په هره لاره چې يې فکر کړى اسلامي امت ته ګټه رسوى شي، هماغه يې کړي، شيخ زحيلي سره د دې چې په پوهنتونو کې استاد پاتې شوي، غير رسمي يې هم خپل اسلامي امت ته ګټه رسولې، مثلا په مساجدو کې خطبې ورکولو له لارې، له ١٩٥٠ز څخه راپديخوا په دمشق کې د مسجد عثمان خطيب دى، همدارنګه د سوريې په راډيو کې د فقهې درسونه، د قرآن ترجمه او اسلامي تقريرونه کړي، د دې په څنګ کې په ډيرو نړيوالو تلويزيوني شبکو کې هم درسونه ورکړي.
شيخ وهبه الزحيلي چې د معاصرې اسلامي نړۍ يو له مخکښو علماو څخه دې، د ده په څېر علماء په معاصره اسلامي نړۍ کې د ګوتو په شمار دي، د عصر په قضاياو کې د ده نظر ډير مهم او اغيزناک دى او دى هم د خپلې پوهې څخه په ګټه اخستلو کې هيڅ کله نه ندى ويلي، همدا ده چې په ډيرو فقهي او داسې نورو ټولنو کې چې ديني موضوعات پکې څيړل کيږي برخه اخستي او د ډيرو ټولنو غړيتوب هم لري چې له هغو څخه مهم لاندېني دي:
-په اردن کې د آل بيت په يوه موسسه کې چې (مجمع المکي لبحوث الحضارة الاسلامية باردن) نوميږي غړيتوب لري.
-په( مجمع الفقه الاسلامي بجده) او( مجمع الفقهي بمکة المکرمة او مجمع الفقه الاسلامي) په هند، امريکا او سوډان کې د کار پوه په صفت د دوې په غونډو کې برخه اخلي.
-د (هيئة الرقابة الشرعية لشرکة المضاربة و المقاصة الاسلامية في بحرين) رئيس، په بحرين او لندن کې د (الهيئة للبنک الاسلامي و الدولي في الموسسة العربية المصرفية في بحرين و لندن) رئيس.
- د دمشق په لويه دائرة المعرف کې (الموسوعة العربية الکبرى بدمشق) کې د کار پوه په صفت.
-د (لجنة الدراسات الشرعية للموسسات العالمية الاسلامية) رئيس.
-په سورية کې د فتوى د لوى مجلس غړى.
-د (لجنة شون الاسلامية) غړي.
-د سوريې د اوقافو په وزارت کې د نهج الاسلام د مجلې د هيئت تحرير غړى.
(د موسوعة دائرة المعارف) الفقهية بالکويت غړى، د (موسوعة العربية الکبرى) غړى، (موسوعة الحضارة الاسلامية باردن) غړى، د (موسوعة فقه المعاملات في مجمع الفقه الاسلامي بجده) غړى او د داسې نورو غړيتوب او مشري په غاړه لري.
دکتور وهبه الزحيلي له ٥٠٠ څخه ډير کتابونه، مقالي او څيړنې کړي، کتابونه، مقالى، فتواګانې، څيړنې، تخريجات او دائرة المعارف يې په ډيره ساده او ښه طريقه ليکلي. په فقهې کې يې ډير کتابونه ليکلي چې له هغو څخه: (آثار الحرب في الفقه الاسلامي)، دا يې د دکتورا رساله ده، په دې رساله کې استاد زحيلي ډيره هڅه کړې چې حق ښکاره کړي او د جهاد په اړه يې هغه څه ليکلي چې په اسلام کې دي، بې له دينه چې د غربي حکومتونو څخه وويريږي.
همدارنګه د دکتور زحيلي له کتابونو څخه د فقهې او اصول الفقه په اړه يې ليکلي، ځنې يې دا دي: (اصول الفقه الاسلامي)، (تجديد فې الفقه الاسلامي)، (اصول التقريب بين المذاهب الاسلامية) او مشهور کتاب يې (الفقه الاسلامي و ادلته) چې په يوولس جلدو کې يې ليکلى
شيخ وهبه الزحيلي نه يواځې په فقه کې کتابونه ليکلي، مګر په تفسير کې يې هم ډير لوي او مهم کتابونه ليکلي، چې له تفاسيرو څخه يې (التفسير المنير للقرآن الکريم) دى چې په ١٦ جلدو کې يې ليکلى ، دغه تفسير په اسلامي نړۍ کې ډير وځليد او په همدې تفسير باندې يې په کال ١٩٩٥ز کې د ايران د حکومت له لورې د ښه اسلامي کتاب ليکلو جايزه هم ترلاسه کړې او دا تفسير په فارسي او ترکي ژبو هم ترجمه شوۍ. همدارنګه (تفسير الوجيز) او (تفسير الوسيط) (Islamia .com يې هم ليکلي دي.
په اسلاميا ډاټ کام کې له استاد الزحيلي سره مرکه وه، د مرکې په ترڅ کې يې له استاد څخه وپوښتل چې تاسو په تفسير کې درې کتابه ليکې، دا ولې؟ استاد الزحيلي په ځواب کې ورته وويل: هو ما درې کتابه په تفسير کې ليکلي: المنير، الوجيز او الوسيط. دا دريواړه د هرچا د مستوى او سويې برابر ليکل شوي، تفسير المنير ډير تفصيلي ليکل شوى، په دې کې ډيرو جزئياتو ته ننوتى يم او دا تفسير مې د مسلکي خلکو لپاره ليکلى. تفسير الوسيط، چې دا تفسير مې د سوريې په راديو کې درس ورکاوه او همدا مې راټول کړل او يو کتاب مې ترې جوړ کړ، دا کتاب له تفسير المنير څخه آسان او ساده دى، ما په دې تفسير کې ډيره هڅه کړې چې د متوسطو خلکو لپاره برابر وي او تفسير الوجيز چې ترټولو آسان او ساده تفسير دى د عوامو لپاره مې ليکلى، له دې کتاب څخه هر هغه څوک چې ليک او لوست کوي شي ګټه پورته کوى شي او لمنير او لوجيز تفاسير ډيرو ژبو ته ژباړل شوي هم دي.
همدارنګه د اسلامي زده کړو په اړه هم شيخ زحيلي ډير کتابونه ليکلي چې له هغو څخه (الاسلام و الايمان والاحسان) او (الدعوة على منهاج النبوة) او (الاسرة المسلمة في العالم المعاصر) او داسې نور ډير کتابونه.
د نبوي سنت په اړه هم ډير کتابونه لري چې له هغو څخه: (السنة النبوية حقيقتها و مکانتها عند المسلمين) ، (فقه السنة النبوية) همدارنګه نور ډير کتابونه.
د اسلامي عقيدې په اړه هم کتابونه لري چې هغه: (الايمان بالقضاء والقدر ٩١ سوالا و ٩١ جوابا) او (اصول مقارنة الاديان).
استاد زحيلي د ډيرو کتابونو تخريج هم کړى، لکه (تحفة الفقهاء) د سمرقندي کتاب ، (جامع العلوم الحکم) د ابن رحب کتاب او (طريقة المهجرتين و باب السعادتين) د ابن القيم الجوزية او همداسې نور کتابونه.
همدارنګه ډير موسوعي بحثونه هم لري، مثلا ( الدعوة الاسلامية: الوسيلة ، المنهج، الهدف)، (احکام الحرب موجباتها و آثارها)، (الشورى و الايمان و قضايا الشباب)، (فلسفة العقوبة في الاسلام) او (مجالات العلقات الدولية في الاسلام).
په ډيرو مجلو کې هم د دکتور وهبه الزحيلي ليکنې خپرى شوي چي ځنې مجلې دا دي: (الوعي الاسلامي)، (الحضارة الاسلام)، (نهج الاسلام)، (منارة السلام) ، (العالم) او داسې نور.
د استاد وهبه الزحيلي د خدماتو د ستاينې لپاره ځنې جايزې هم ترلاسه کړي.
د ٢٠٠٣ز کال د اګسټ په دريمه دار الفکر بدمشق د خپل څلورم کال په پروګرام کې چې ډيرو علما‌‌ؤ، محققينو او مفکرينو پکې برخه لرله دکتور الزحيلي ته يې جايزه ورکړه.
همدارنګه په کال ٢٠٠٥ز شيخ زحيلي د سوډان له جمهور رئيس عمر البشير څخه د ښوونې او روزې په برخه کې د ډير خدمت جايزه لاسته راوړې چې دا د سرو زرو جايزه وه.
په همدغه کال کې يې د سوډان ر ياست جمهوري د ده د ستاينې او قدرداني لپاره بيا جايزه ورکړه.
دکتور وهبه الزحيلي د شام د رابطة العلماء رئيس وټاکل شو، دا اعلان د رابطې د تاسيس پرمهال په اردن کې وشو. همدارنګه نورې ډيرې جايزې يې هم ترلاسه کړي.
سره د دې چې استاد وهبه زحيلي ډيره پوهه لري، په اوچتو پوستونو کې کار کوي او ډير کتابونه يې هم ليکلي، ډير متواضع انسان دى، خپل شاګردان پرې ډير ګران دي، د شاګردانو د وخت ډيره پاملرنه کوي او ډيرى وختونه دوي ته نصيحت کوي، هر کله له خپلو شاګردانو سره په مناسبتونو کې برخه اخلي او د خپلو زده کوونکو دعوت مني.
ډير اوچت اخلاق لري، له هرچا سره ښه معامله کوي، اوچت قد لري، په لاره ګړندى ځي او د لوړ همت خاوند دى، د خپل او پردي حق پيژني او د نورو درانوى کوي، خپل استادان پرې ډير زيات ګران دي، هر يو په مننې يادوي او له مذهبي تعصب څخه شديده کرکه لري. الله جل جلاله ورته ډيره قوي حافظه ورکړې، کله چې د دکتورا د رسالو مناقشې ته راځي بې له دېنه چې له ځانه سره کوم نوټ ونيسي د رسالى کمزورتيا وې ورته وايې او هر يو نقد يې پرځاي وي.
هيڅ کله هم وخت نه ضايع کوي، تيزه مطالعه کوي، آرامي يې خوښه ده او له کتاب سره يې ډيره مينه ده، حتى تردې چې کله د ورځې له دريمې برخې څخه هم ډير په مطالعه مصروف وي خو بيا هم د خستګۍ احساس نکوي
په دې وروستيو کې اسلامي بانکداري ډير پرمختګ کړى چې په دې کې د شيخ زحيلي نقش د يادونې وړ دى، د اسلامي بانکداري په اړه ډيرې فتواګانې لري او له سود څخه د اسلامي بانکونو په ليري کولو کې يې ډير مهم رول لوبولي، همدارنګه د دې بنکونو د پرمختګ او نړيوالو بانکونو سره يې د ودرولو لپاره ډيره هڅه کړې، په دې اړه يې کتابونه، فتواګانې او په ډيرو کانفرانسو کې برخه اخستې. په سودي بانک کې د کار کولو مسئله پيچلې ده د دې په اړه استاد وهبه الزحيلي وپوښتل شو، ده ورته په ځواب کې وويل: په سودي بانکونو کې کار کول روا ندي، مګر په هغه وخت کې چې مسلمان د رزق پيدا کولو بله لار پيدا نکړي او هغه هم تر هغې مودې پکې کار کولى شي چې د ځان لپاره بل کار پيدا کړي.
په اسلامي اقتصاد کې يې په سلګونو ويب پاڼو او مجلو کې مقالې خپرى شوي، همدارنګه په اسلامي اقتصاد کې يې د (المصارف الاسلامية) په نامه ډير يو جامع کتاب په ٢٦٠ صفحو کې ليکلى او په کال ٢٠٠٧ز کې خپور شوى. اوس مهال په بنک الشام کې د بنک د شرعي کنترول رئيس دى.
په اسلامي نړۍ کې د شيخ زحيلي په څير علماء د ګوتو په شمار دي او که ووايو چې نشته هم مبالغه به نه وي، ځکه زحيلي صاحب اسلام ته له هرې ممکنې لارې خدمت کړى، کتابونه، ليکچرونه، استادي او څه چې يې په وس کې ول خپل امت څخه يې نه دې سپما کړي، مونږ هم الله جل جلاله ته دعا کوو، چې داسې حقپال عالم په عمر کې برکت واچوي، په خپل موقف يې کلک لرې او د ده په څير نور علماء اسلامي نړۍ ته ورکړې.
آمين
zahid jalaly
زاهد جلالی
ویب بلاگ: awakening.bloguna.tolafghan.com